Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/29

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړې په ایران کې مېشت افغان کډوال له ناوړه بشري وضعیت سره مخ کړي، دې چارې هغه نړیوال مرستندویه بنسټونه هم اندېښمن کړي چې افغان کډوالو ته د سرپناه او نورو مالي امکاناتو په چمتوو کولو کې ونډه لري.

د نورو نړیوالو سازمانو ترڅنګ د ناروې کډوالو شورا هم په تازه خپاره کړې راپور کې ویلي، په ایران کې مېشت شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال د اقتصادي، ټولنیزو او نورو بشري اړتیاو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړې ۳۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته پر ستنېدو اړ کړي او ګڼ نور بیا د ایران په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اسراییلو او امریکا لخوا پرې بریدونو ګواښ لوړ دی.

د راپور یوه برخه:« په ایران کې له ۴ میلیونو زیات افغانان په زیانمونکو کسانو کې شمېرل کېږي چې له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړې ۳۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي او له یو میلیون زیات نور په داسې حال کې د ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي چې هېواد یې د منلو مناسب وضعیت نه لري.»

د ناروې کډوالو شورا ترڅنګ د بشري حقونو نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشرۍ هم ژوره اندېښنه ښودلې چې پر ایران د امریکا او اسراییلو جګړه او افغانستان ته له نامالوم برخلیک سره د میلیونونو نورو افغان کډوالو راستنېدل به د هغوی ناوړه بشري وضعیت نور هم کړکیچن کړي.

په ایران کې د انټرنټي خدمتونو پرې کېدو او یا ورته د محدود لاسرسي له امله مو ونشو کړی چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو نظر ولرو، خو له دې وړاندې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو منلې وه چې له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړې یې ژوند سخت اغېزمن کړی.

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي:« د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له امله څه باندې ۳۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوې او له یو میلیون زیات نور له خطر مخ دي. په دغه ډول شرایطو کې چې انټرنېټ پرې او اړیکې محدودې دي، اړینه ده چې مسوول بنسټونه بېړنۍ بشري مرستې چې د سرپناه برابرول، روغتیایي خدمات، خوراکي توکي او همدارنګه رواني ملاتړ په کې شامل دي وړاندې کړي. همدارنګه باید د خوندي راستنېدو لارې چارې برابرې شي او د بېرته راستنو شویو کډوالو د بیا ادغام ملاتړ هم وشي.» 

د کډوالو د حقونو ځيني نور مدافعان بیا په دې باور دي چې له ایرانه د نورو وختونو پرتله د افغان کډوالو د ستنېدو زیاتوالی له یاد هېواد سره د امریکا او اسراییلو جګړه او په پراخه کچه د بې ‌کاریو زیاتېدل دي.

د ناروې کډوالو شورا ویلي، د نړیوالو مرستندویو بنسټونو لخوا له افغان کډوالو سره د همکارۍ مالي ملاتړ داسې مهال سخت زیانمن شوی چې امریکا پر ایران د جګړې لپاره هره اوونۍ میلیاردونه ډالر مصرفوي خو له اړمنو سره مرستې ته هېڅ پام نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist