د سولې عالي شورا دارالانشا رییس د سې شنبې په ورځ پاکستان ته ځي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چې د سولې د دارالانشا رییس عمر داوود زی به هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او سیاسي او مذهبي رهبرانو سره وګوري.
د سولې عالي شورا ویلي چې د جدې ناستې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او تمه لري چې دغه ناسته به د افغانستان په ګډون جوړه شي.
د سولې عالي شورا دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې دمخه طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې ده.