Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/26

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم له خوا کېدونکي بریدونه د ملګرو ملتونو له چارټر دویمې مادې او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي.

د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو د چارټر دویمه ماده کې د ځواک کارول منع شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو ویلي،  د پاکستان پوځي رژیم تر هغو د ځان د دفاع لپاره د اقدام کولو حق نه درلود چې لومړی پرې د افغانستان له لوري برید نه وای شوی او یا یې هم د ټي‌ټي‌پي وسله وال پر پاکستاني ځواکونو د برید لپاره نه وای ور استولي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم هغه استدلال رد کړی چې وايي په یو هېواد کې د ترهګرو ډلو موجودیت له امله بل هېواد کولی شي پر هغه هېواد برید وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي: « د زور غیرقانوني کارول په دې مانا دي چې پاکستان په دې بریدونو کې د وژل شویو ټولو کسانو د ژوند کولو بشري حق تر پښو لاندې کړی. ځینې بریدونه چې د ملکي تلفاتو لامل کېږي، ممکن له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه هم وګڼل شي.»

د ملګرو ملتونو یادو کارپوهانو دا هم ویلي چې د پاکستان له خوا تر اوسه داسې کره شواهد نه دي وړاندی شوي چې  وښيي په خاوره کې یې بریدونه د افغان حکومت په لارښوونه ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان په دې ټینګار کوي چې هر هېواد د ترهګرو له ګواښ څخه د خپلو خلکو د خوندیتوب حق لري، خو دا څه باید د نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا دا بحث داسې مهال شوی چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشې په خپلو بریدونو کې په بیا بیا د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي او عامه تاسیسات په نښه کوي.

په کابل کې د روږدو د درملنی پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم برید یې یوه څرګنده بېلګه ده.

په دې برید کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له ۴۰۰ زیات کسان شهیدان او شواخوا ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روږدو پر روغتون دا برید په کلکو ټکو غندلی او هغه يې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې له دواړو هېوادونو غوښتي چې اوربند نوی کړي او په خپلو کې د سولې موافقه وکړي.

د دوی په خبره، هغه کړکېچونه چې نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کوي، باید په سوله ییز ډول حل شي.

دوی دا هم ویلي چې له افغان حکومت او پاکستان دواړو سره د دې مسایلو په تړاو په تماس کې دي.

تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له پوځي رژیم د شوي برید په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې او وايي، دوی باید وضاحت ورکړی چې دا برید یې د کومو معلوماتو پر بنسټ کړی او ایا د دغو معلوماتو د تایید لپاره یې کوم ګام پورته کړی که نه؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist