د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت یا پنټاګون ويي، له اوکراین سره د پوځي مرستو په کڅوړه کې یې ۱۱ هغه روسۍ چورلکې هم شاملې دي،چې یو وخت یې د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره پیرلې وې.
د پنټاګون ویاند جان کیربي وايي:« دغه یوولس Mi-17 چورلکې په لومړي سر کې د افغانستان لپاره پیرل شوې وې. دا چورلکې زموږ د بودیجې او زیرمو اړوند دي او موږ یې مالکان یو. موږ هیڅکله افغانستان ته نه وې لیږدولې. اوس موږ دا چورلکې اوکراین ته لېږو.»
دغه Mi-17 چورلکې چې په تاترستان کې جوړې شوې،وروسته له هغې افغانستان ته له راتګ ودرول شوې،چې تېر حکومت راوپرځېد او اسلامي امارت واک ته ورسېد.
امریکا متحده ایالتو له دې وړاندې هم اوکراین ته پنځه Mi-17 چورلکې ورکړې وې.
د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي،چې د افغانستان له پوځ سره د دا ډول هوایي مرستو درېدل به د اسلامي امارت پوځي عملیات ناقص کړي.
دوی وایي،اړتیا ده،چې اسلامي امارت د نړیوالو له غوښتنو سره سم ټول شموله حکومت جوړ کړي،تر څو نړیوال تعامل پیدا کړي او راتلونکې کې دا ډول مرستې ونه درول شي.
د پوځي چارو شنونکی محمد رادمنش وايي:«امریکا ځکه طالبانو سره خپلې پوځې مرستې نه کوي،چې د دوحې هوکړه تطبیق شوې نه ده او نړۍ هم په افغانستان کې ټول شموله حکومت ته په تمه ده،ترڅو له اسلامي امارت سره تعامل وکړي. دا چاره به د دې سبب شي،چې د طالبانو پوځي عملیات ناقص پاتې شي.»
اخوا نور بیا په دې نظر دي،چې دا پوځي مرستې د امریکا وې او دا چې تاجکستان د روسیې نږدې متحد هېواد دی،نه یې غوښتل چې خپل تجهیزات په تاجکستان کې وساتي.
د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا نظامي تجهیزات د امریکا دي او دغه هېواد نه غواړي،چې دا تجهیزات په تاجکستان کې وساتي،ځکه تاجکستان د روسیې متحد هېوا دی. طالبانو ته په کار ده،چې د نړیوالو مثتبې غوښتنې ومني،ترڅو د خلکو سمه استازولي وکولی شي.»
له دې وړاندې د افغانستان شااوخوا ۳۰ چورلکې او الوتکې وروسته له هغې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولیږدول شوې،چې د هېواد تېر نظام نسکور او افغان پیلوټان دغو هېوادونو ته ولاړل.
د اسلامي امارت دفاع وزارت په کراتو له پخوانیو پیلیوټانو او پوځي متخصیصینو غوښتي،چې هېواد ته راستانه شي او له دوی سره اوږه په اوږه کار وکړي.