Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې له ۱۵۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/14

په سوېل کې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ ابراهیم کاریز سیمه کې د احساس خیریه بنسټ له لوري هغو بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه،چې شمشاد نیوز یې د اوسېدونکو پر ژوند ځانګړی رپورټ خپور کړی و .

د احساس خیریه بنسټ مشر عبدالفتاح جواد  وايي:« تیرو کلونو کې په دغه کلي کې ډېره بده پېښه شوې وه. بیا شمشاد تلویزیون د دغو خلکو پر ژوند رپورټ خپور کړ،د هغه رپورټ پر بنیاد موږ دلته د احساس خیریه بنسټ له لوري خوراکي توکي راوړل.»

کلونه وړاندې د ابراهیم کاریز سیمه کې بهرنیو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي او د یو شمیر کورنیو ۴۹ غړي په کې وژل شوي وو .

احساس خیریه بنسټ دلته پر ۱۵۰ بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل،چې اوړه وریجې، غوړي،بوره او چای په کې شامل دي.

د  یاد بنسټ مشر عبدالفتاح جواد وايي:« دلته موږ ۱۵۰ بې وزله کورنیو ته خوراکي توکي راوړي، د ابراهیم کاریز او شااوخوا سیمو کې  یې د قربانیانو پر کورنیو  او نورو بې وزله خلکو ویشو.»

د ابراهیم کاریز اوسیدونکي د هغه وخت د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او د اوسني ژوند د بې وسۍ کیسې لري .

د ابراهیم کاریز  یو تن اوسېدونکی داسې وايي:« څلور پنځه یتیمان را پاتې دي. یوه معیوبه ده. نه پوهیږم په څه شي لګیدلې،خو پښه یې اووه ځایه زحمي ده،په پښه همداسې ښووییږي. یوه لویشت ځمکه دلته نه لرم، ژاولې او پاپړ خرڅوم او مور مې تر لاس نیولې ګرځوم په سترګو ړنده ده.»

د شمشاد نیوز د ځانګړي رپورټ له خپریدو وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هم ابراهیم کاریز سیمې ته یو پلاوی استولی او یو شمیر خیریه بنسټونو په ورته ډول پر خلکو خوراکي توکي ویشلي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist