Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افریدی: د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو وینه د اوبو په څېر بهولې ده

افریدی: د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو وینه د اوبو په څېر بهولې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/25

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی په تازه څرګندونو کې د پاکستان پر حکومت او پوځ سختې نیوکې کړې او وايي، پاکستاني جنرالان د پښتنو او بلوڅانو وینو ته د اوبو په سترګه ګوري او د اوبو په څېر یې بهولې دي.

سهیل افریدي په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې روانو حالاتو ته په کتو ويلي، په دې سيمو کې د پاکستان له لوري د دواړو قومونو وينې بې درېغه بهول شوې او لا يې بهول دوام لري.

 افریدي زیاته کړې: « که خدای کول د حکومت د مخالف لوري او اپوزیسیون په توګه به تحریک ایین پاکستان مخته ځي او پایلې ته به رسېږي. تاسو د بلوڅ او پښتنو خبره وکړه، د بلوڅ او پښتون وینه تل اوبه ګڼل شوې او له همدې امله تل بې دریغه بهول شوې ده. که داسې نه وي، نو د بلوڅ او پښتون وینه به دومره ارزانه نه بهول کېده. له بده مرغه له دې وړاندې چا په دې اړه غږ نه دی پورته کړی.»

 شنونکي بیا وايي، پاکستان له تېرو نږدې اتو لسیزو راهیسې د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته پر پښتنو او بلوڅو ظلمونه جاري او دوامداره ساتلي او د دوی اصلي حقونو پر سلبولو سربېره يې، دواړه قومونه له هر څه محروم کړي هم دي.

 دوی وايي، پاکستان او پوځ يې د تېرو ۷۸ کلونو په موده کې د پښتنو او بلوڅو قومي مشران، فعالان او عدالت غوښتونکي یا وژلي او یا يې هم په داسې توګه زنداني کړي چې لایې هم د مړي او ژوندي معلومات نه شته.

 د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « پاکستاني ریاست په تېرو ۷۸ کالو کې له پښتنو او بلوڅانو سره خورا زیات ظلمونه کړي، د دوی ټول حقونه یې ترې اخستي او د دوی د محکومت هڅه یې کړې. پاکستان حتا د پښتون او بلوڅ قومونو د موجودیت پر وړاندې یې ډېرې ترهګریزې هڅې کړې. په دې برخه کې د پاکستان کړنې ډېرې بدنامې او له بشري سرغړونو ډکې دي. زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د پښتنو او بلوڅو غږ واوري او ملاتړ یې وکړي.»

 د چارو نور شنونکي په دې باور دي چې پاکستان د پښتنو او بلوڅو پر وژلو سربېره دواړه ترهګر معروفي کوي او بيا يې تر همدې عنوان لاندې د ځپلو او پرمختګ مخنيوي لپاره له نورو ترلاسه کړې پروژې پلې کوي.

 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په پاکستان کې ټول لږکي که دا پښتانه دي که بلوڅان، د پاکستان د پوځ او استخباراتي جوړښتونو له خوا ترهګر بلل شوي، ځپل شوي، شتمنۍ، عقاید او ارزښتونه یې تر پښو لاندې شوي. پاکستان تل په سیمه کې د یوه جابر، ظالم او ترهګر پال رژیم په توګه پېژندل کېږي.»

 په ټوله کې غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه باید په پاکستان او د دې هېواد ترکنټرول لاندې سیمو کې د پښتنو او بلوڅو غږ واوري او باید ملاتړ یې وکړي. د شنونکو په باور، اوس اړتيا ده چې د پاکستان او پوځ له لوري يې په يادو سيمو کې د بشري حقونو د نقض دوام پر وړاندې د نړيوالې ټولنې له خوا جدي ګامونه پورته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist