Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/25

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ادامه لري، پاکستاني رسنیو ویلي د کوچني اختر له رخصتیو وروسته به له خیبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ یوځل بیا پيل او تر پخوا چټکه شي.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اختر په شپو ورځو کې د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر د لنډ وخت لپاره درول شوی و، خو اوس خیبرپښتونخوا کې امنیتی ادارې چمتو دي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له سره پیل او په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د افغان کډوالو د ۹ کمپونو تړلو بهیر چې د اختر په مناسبت درول شوی و، له سره پیل کېږي. له دې سره به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل شي.»

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره سم، پاکستان په دې هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو فشار زیات کړی. د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرمهال د هغوی په کورونو چاپې ووهل کېږي، په غیر قانوني توګه نیول کېږي او زندان ته اچول کېږي.

د یو شمېر راستنو شویو کډوالو شکایت دا دی چې د پاکستان پوځي رژیم امنیتي ادارو دوی د خپلو کورونو وسایلو ټولولو ته هم نه دي پرې اېښي او قېمتي توکي یې ترې ګرځولي دي.

بله خوا، د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق په تورخم او چمن کې د زرګونو بند پاتې افغان کډوالو پر بد وضعیت اندېښنه ښودلې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د بشري ناورین مخنیوي لپاره جګړه ودروي.

سراج الحق ویلي، په تورخم او چمن کې ایسار افغان کډوال له سختو ستونزو او بې شمېره کړاوونو سره لاس په ګرېوان دي. نوموړي وړاندیز کړی چې پاکستان او افغانستان باید په اختر کې شوی اوربند وغځوي، ترڅو د دغو کډوالو خوندي ستنېدل تضمین شي.

د جماعت اسلامي پخواني مشر زیاته کړې: « په تورخم او چمن کې زرګونه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند دوام کولی شي د دوی خونديتوب ممکن کړي. له دې کډوالو سره باید بېړنۍ بشري مرستې وشي.»

بله خوا، د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې جګړه او د سیمې خراب امنیتي وضعیت ښايي افغانستان ته د کډوالو ورستنېدلو کچه لوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي: « د ٢٠٢٦ کال له پيل راهیسې شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان له ایران څخه راستانه کړای شوي. په منځني ختیځ کې د جګړو له پیل سره سم، هره ورځ نږدې۱۷۰۰ کسان بېرته افغانستان ته راګرځي. موږ اندېښنه لرو چې که د سیمې وضعیت همداسې دوام وکړي، په راتلونکو اوونیو کې ښايي د اخراج لړۍ نوره هم چټکه شي. افغانستان ته د بېرته ستنېدو شمېر لا د مخه ډېر لوړ دی. په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو تر ۵ میلیونو زیات افغان کډوال اخراج شوي. د دغو کډوالو له ډلې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې۱.۹ میلیونه له ایران څخه شړل شوي دي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ بیا پيل او ګړندي کېدو په دې هېواد کې یو شمېر مېشت افغان کډوال هم سخت اندېښمن کړي.

دوی له پاکستان غواړي چې باید فرصت ورکړي، ترڅو په مناسب وخت کې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « په بازارونو کې چې کوم دوکانونه یا هم په کمپونو کې بازارونه دي، ټول تړل شوي او خلک د پولیسو له خوا نیول شوي دي. نیول شوي کسان محکمې ته وړاندې کېږي او هلته د قانوني اسنادو له کتلو وروسته یا بېرته خوشي کېږي او یا هم افغانستان ته اړول کېږي.»  

د کډوالو حقونو فعالان هم د افغانانو پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ پرېکړې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل ګڼي.

د کډوالو حقونو فعال نظرمحمد نظري وايي: « په دې ډول ورځو کې په زور د کډوالو شړل کولی شي پر هغوی درانه رواني او معیشتي فشارونه راولي. په ځانګړې توګه ښايي ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شي.»

د کډوالو چارو وزارت بیا وايي، په تېر کال کې له ۳ میلیونو زیات افغان کډوال له ایران، ترکیې او پاکستان څخه راشړل شوي. د دوی په خبره، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغان کډوال په ډېر بد او ناوړه حالت کې افغانستان ته را اړول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist