Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد زیات شوی چې ورسره جوخت د ټرافیکي پېښو په اړه د خلکو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د خلکو په خبره، د اختر په شپو ورځو کې د ښاري ټرانسپورټ د کمښت له امله ډېری خلک د تګ راتګ لپاره له موټرسایکلونو کار اخلي، خو ټرافیکي اصولو په پام کې نه نیولو او بې احتیاطۍ له امله د پېښو زیاتېدو لامل کېږي.

 د هرات اوسېدونکی غلام رسول وايي: «  خلک مجبور دي، ستونزې لري. کار نه شته، قېمتي ده او کرایې هم لوړې دي. له همدې امله خلک په موټر سایکلونو ځي راځي.»

د هرات اوسېدونکی ګل احمد وايي: « ډېری موټرسایکلونه نمبرپلېټ نه لري، ټرافیکي اصول نه پېژني. حتا دا ستونزه هم شته چې موټرسایکل والا غل او تاسو برمته کړي.»

بله خوا، موټرسایکل چلوونکي وایي د بې روزګارۍ او کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ دي چې ښار کې پر موټرسایکل مسافر هم ولېږدوي.

دوی وايي، که ورته د بل کار زمینه برابره شي له دې کاره به لاس واخلي.

موټرسایکل چلوونکی احمد شفیع وايي: « ما لس کاله ایران کې هم پر موټرسایکل مسافر لېږدول. اوس دلته هرات کې هر کار کوم، مسافر لېږدول، خټګري او کارګري کوم، ځکه بې کاري ده او کاروبار نه شته.»

موټرسایکل چلوونکی عبدالکریم وايي: « دا موټرسایکل مې له مجبورۍ را ایستلی مسافر پرې لېږدوم، دا هم څه نه راګټي خو بیا هم ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پيدا کوم.»

موټر سایکل چلوونکی عبدالستار وايي: « له بېکارۍ او ستونزو مې په دې موټرسایکل کار پيل کړی. زه خپله ګچ کار یم، خو کار نه شته ځکه مې په موټر سایکل د مسافرو لېږدول پيل کړي.»

بله خوا، د هرات ځایي مسوولین وایي ښار کې له ټکسي او ښاري ملي بسونو پرته په نورو شخصي وسایلو د مسافرو لېږد منع دی او له سر غړونکو سره د جدي چلن خبره کوي.

د هرات ټرافیکو مدیر شېر محمد حجازي وايي: « په ښار کې باید یوازې ټکسي او ملي بس مسافر ولېږدوي، موږ حتا شخصي موټرو ته هم د مسافر لېږدولو اجازه نه ورکوو. موږ له هغو شخصي موټر لرونکو او موټر سایکل لرنکو سره قانوني چلن کوو چې ښار کې مسافر لېږدوی. موږ د دی وسایط ترې ګرځوو، بیا د شکایت حق نه لري.»

هرات ښار کې په داسي حال کې پر موترسایکلونو د مسافرو لېږد زیات شوی چې څه موده وړاندې د دې ښار مرکزي او یو شمېر نورو سړکونو باندي د رېکشاوو په تګ راتګ بندیز لګېدلی.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist