Skip to content
یوه ورځ وروسته له هغې،چې په پاکستان کې د عمران خان حکومت له منځه لاړ او پرځای یې شهباز شریف د دې هېواد نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، د ګاونډي هېواد هندستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیران امریکا متحده ایالتو ته رسیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر په واشنګټن کې د افغانستان په تړاو هم څرګندونې لرلې.
شنکر وايي،په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه ییزې بې ثباتۍ وېره مخ په ډېرېدو ده.
شنکر زیاتوي:« یوه بله موضوع، چې نړیوالې بې باورۍ ته ورزیاته شوې، افغانستان دی، دا چې سیمه به څنګه ثبات ته رسېږي، بشري مرستې به څنګه برابرېږي،تاسو پوهېږئ، چې موږ د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کوو،خو د ترهګرۍ له اندېښنو سره به څه کوو،چې امنیت شورا، د مالي اقدام ځانګړې ډله (اېف اې ټي اېف) او نور ورسره مخ دي؟»
د شنکر یوه ګډ کنفرانس کې وویل، نړۍ کې د ثبات،خوړو خوندېتوب او ګڼو مسایلو په اړه د امریکا له متحده ایالتو سره یوځای کار کوي.
شنکر زیاه کړه:« زه غواړم داسې ووایم،چې د همکارۍ او ثبات جوړونې په برخه کې څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ په خپله د ثبات جوړولو لپاره یو لوی اقدام دی. دا د هغو ګډو هڅو برخه ده،چې موږ یې له متحده ایالاتو سره په همکارۍ مخ ته وړو»
له افغانستان ور اخوا د هندي او امریکایي وزیرانو ترمنځ د بحث لویه موضوع اوکراین و، چې څنګه اوکرایني وګړو سره مرسته کولی شي او هلته ثبات راوستی شي.