که پاکستان په افغان سوله کې مرسته کوي، امتیاز دې ورته ومنل شي.
امریکایې سناتور لیندسي ګراهم ويلي، په افغانستان کې سوله د امریکا لپاره ډېره مهمه ده او که پاکستان په دې برخه کې مرسته کوي، د ازادې سوداګرۍ امتیاز دې ورکړل شي.
ګراهم ویلي، پاکستان په افغان سوله کې مهم رول لري او باید د دغه هیواد چارواکي په افغانستان کې د سولې راوستلو ته وهڅول شي.
هغه د ټرمپ بهرنۍ پالیسي ستایلې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدا د امریکا په ګټه ده او باید د سولې د خبرو لار هواره شي.
په دې وروستیو کې امریکا هڅه کوي چې د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو په مرسته پاکستان د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي.