Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

چارواکي وايي، عدلي طب کې د ځينو داسې کسانو جسدونه ساتل کېږي چې لا يې هم پېژندنه نه ده شوې او کورنۍ یې نه دي موندل شوې.

د عدلي طب مسوولین وايي، دا جسدونه د هغو کسانو دي چې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په هوايي بريد کې شهيدان شوي دي.

دوی له خلکو غواړي چې د شهيدو شویو کسانو د کورنيو په موندلو کې همکاري وکړي، ترڅو يې جسدونه ور وسپاري.

د عدلي طب د خدمتونو وړاندې کولو آمر وايي: « همدا څو شېبې مخکې مو د یوه تن جسد د هغوی کورنۍ ته وسپاره، خو ۲۷ تنه داسې جسدونه لاهم موږ سره شته چې پېژندګلوي یې نه ده شوې. موږ د دوی له کورنیو غواړو چې راشي، په پېژندګلوي کې له موږ سره مرسته وکړي او د خپلو شهیدانو جسدونه تسلیم شي.»   

نظام‌الدین چې له څو ورځو هڅو وروسته یې د خپل کشر ورور جسد موندلی وایي، ورور يې څو میاشتې وړاندې د روږدو ناروغانو مرکز ته په دې تمه وړی و چې ګوندې له نشو روغ او بېرته د خپلو هيلو پوره کولو لپاره له کورنۍ سره يو ځای شي.

نوموړی وايي، له بريد څو ورځې وړاندې د درملنې مرکز ته د خپل شهید شوي ورور پوښتنې ته ورغلی و او ژمنه يې ورسره کړې وه چې د اختر لپاره به يې د خپلي کورنۍ غېږ ته بيايي، خو برعکس د کورنۍ پر ځای د خاورو غېږ پرې ډکوي.

د ناروغ شهيد ورور نظام‌الدین وايي: « کله چې بمبار وشو، موږ ته هم ټیلفون وشو او خبر راکړل شو. موږ دلته راغلو او تر نن ورځې مو لټه وکړه، نن مې عدلي طب کې پیدا کړ. ورور مې ډېر ښه شوی و او په پلان کې وه چې اختر ته یې کورته یوسم، خو…»  

ځینې داسې کورنۍ هم شته چې نظام الدین ورته بختور ښکاري چې لږترلږه د خپل شهید شوي ورور جسد يې موندلی. ګڼې کورنۍلا هم د خپلو خپلوانو په جسدونو پسې ګرځي.

تلاوت خان له تېرو ۶ ورځو راهیسې د خپل ورور موندلو په لټه کې دی، خو لا څرګنده نه ده چې ورور شهيد دی که ژوندی؟

نوموړی وایي، د اختر په شپو ورځو کې د خوشالیو او نمانځنې په ځای، د ورک شوي ورور لټه کوي، خو تر اوسه نه دی بریالی شوی چې د ورور مړی یا ژوندی پيدا کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی تلاوت خان وايي: « د برید له سبا ورځې راهیسې د خپل ورور د مړي او ژوندي لټه کوم، خو لا مې نه دی موندلی. ټوله کورنۍ ورته په تمه ده. موږ د دې لپاره دلته راوړی و چې روغ شي او راتلونکی ژوند یې ښه شي. زموږ کورنۍ ټوله په غم کې شپې تېروي.»

د روژې په ۲۷مه د پاکستان پوځې رژیم جیټ الوتکو د کابل ښار اړوند هوتخېلو سیمه کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنې مرکز (امېد روغتون) بمبار کړ چې په پايله کې يې ۴سوه کسان شهيدان او نږدې ۳سوه نور ټپيان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist