Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل او خوست کې سلګونه کسانو ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي په غبرګون کې لاریونونه وکړل 

admin by admin
2022/04/12

په ایران کې د افغان‌کډوالو د ځورونې، شکنجې او وژلو په غبرګون کې د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۲ مه»  سلګونه افغانانو په کابل او خوست ولایتونو کې لاریونونه پيل کړل.  

 قهرجن لاريون کوونکي چې په کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي ول،د ایران جمهوري اسلامي دولت ضد شعارونه یې لېږدول. 

 لاريون کوونکو ايران دویم اسرائیل ياد کړ او غوښتنه وکړه،چې د بې ګناه افغانانو له شکنجه کولو دې لاس واخلي او ګډوالو سره دې د کډوالۍ نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې دې چلن وکري.

یو تن لاریون کوونکی وايي:« په ایران کې یو ۹ کلن افغان ماشوم د سپیړو او سوکانو په وسله وژل کېږي. ایا افغان حق نه لري،چې په دې نړۍ کې ژوند وکړي، یا د دې ځکمې په کره کې ژوند وکړي. موږ د ایران له دولته د شوي ظلم پوښتنه کوو. » 

لاريون والو په ايران کې د بې ګناه افغانانو وژنه يو غيرې اسلامې عمل وګاڼه او غوښتنه يې وکړه، که هلته یې اوسیده قانوني نه وي،نو اجازه دې ورکړل شي چې په قانونې ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

په ورته وخت کې دوی وايي، نړۍ دې د افغانانو د بې وسۍ او له  کمزوزۍ ناوړه استفاده نه کوي. 

یوتن لاریون کوونکی وايي:« ایران دا ثابته کړه،چې یو ظالم هېواد دی او پر ډېرو بې وزله افغانانو یې ظلمونه وکړل. موږ د خپلو وینو او شهیدانو حساب غواړو. دوی باید حساب ورکړي، لامل یې ووایي، چې ولې؟ جرم شخصي دی، جرم فردي دی. ایا افغان انسان نه دی؟ ایا افغان د انسانیت ژوند حق نه لري؟» 

لاريون کوونکو د اسلامي امارات،ملګرو ملتونو سازمان،د بشر حقونو او له ورته نورو نړيوالو سازمانونو وغوښتل،چې د افغان وژنې او ځورنې په تړاو دې غلي نه پاتې کيږي او د ډپیلوماټيکو اصولو او اړيکو له مخې دې د افغان ګډوالو ستونزې ایران دولت سره حل کړي.

 دوی خبرداری ورکړ،که چيرې يې غوښتنې ونه منل شي،نو په افغانستان کې به  د ايران سفارت دروازې ور وتړي او خپلو سوله یيزو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

یو تن لاریون وايي:«  د ننني لاریون موخه دا وه،چې ایران کومې وحشي کړنړۍ پر افغانانو کړي، دا وغندو او نړیوالو ته دا وښایو،چې ایران یو شیطاني دولت دی،چې تل یې د بشر حقوقو، د انساني کراماتو او اسلامي ارزښتونو سرغړونه کړې. زموږ بل اقدام به بیا هم سوله ییز لاریون وي. د دې ترڅنګ نړیوال او ایران که زموږ غږ ته ځواب ونه وايي، دلته به یې سفارت ورته بند کړو.» 

خوست او کابل کې لاریون کوونکو له اسلامی‌امارت غوښتي دي،چې له ایراني چارواکو دې د روان ظلم پوښتنه وکړي او په غبرګون کې دې یې پر یاد هېواد د افغانستان روانې اوبه بندې کړي.

یو تن لاریون کوونکی وايي:«  د کمال خان بندر اوبه پر ایران وتړئ. د خپلو کادرونو لپاره خپله د کار زمینه برابره کړئ. که چېرې زموږ په هېواد کې د کادرونو د کار زمینه برابره وه، نن به په ایران کې له افغانانو سره  دا ډول وحشت نه کېده. د ځمکې په کره کې یوازې پر افغانانو ظلم کېږي. یوازې افغان وژل کېږي. موږ نور خاموشه نه شو پاتې کېدی. » 

په ورته مهال اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی وايي، د افغان ګډوالو زورونه د دواړو هېوادونو پر اړيکو اغيز درلودلای شي او ايران بايد د ګاونډيتوب اصل ته ژمن پاتې شي.

خروټي زیاته کړه:« په دې کې شک نه شته دی،چې د افغانستان ولس اوس هم پر دې باندې ژور خفګان څرګندوي. که چېرې دغه مسایل دوام پيدا کړي،نو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د فاصلې لامل ګرځي. 

اسلامي امارت په  مجموع کې له ټولو ګاونډیانو  او هېوادونو سره ښیې اړېکې ولري. موږ له نورو هم غواړو،چې د متقابل احترام پر اساس چې د افغانانو حقوق چې دي، د دوی په هېوادونو کې، هغو درناوی وکړي.» 

له تيرې اوونۍ راپديخوا په ايران کې حکومتي ځواکونو او ملکي وګړو له افغان کډوالو سره  غیر انساني چلن پیل کړی، په ښار او عامه ځایونو کې شکنجې ورکوي او په ځینو ویډیوګانې کې ښکاري،چې یو شمېر په ډزو وژل شوي هم دي. 

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په‌ کابل کې د ایران سفیر احضار کړی و، خو تر اوسه پورې یې کومه پایله نه ده ورکړې او تاوتریخولی لا هم دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist