د جرمني فرانګفورټ ښار کې مېشتو افغانانو پر کابل د پاکستان پوځي رژیم د وروستيو هوايي بریدونو غندلو لپاره واټونو ته را ووتل او د دغه رژیم پر ضد یی شعارونه ورکړل.
دوی د پاکستان د پوځي رژیم دا هوايي بریدونه د اسراییلو هغو ته ورته وبلل او ویې ویل، چې د بېګناه ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو وړ ندي.
دوی له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو له دغه ډول کړنو لاس واخلي.
لاریون کوونکو د هېواد د دفاع او پرمختګ لپاره د افغانانو یووالی او اتفاق تر ټولو مهم عنصر یاد کړ او په جرمني کې یې پر میشتو افغانانو غږ وکړ، چې په دې ډول حالاتو کې باید خپل یووالی وساتي.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې له هېواده بهر د افغانانو دا ډول حرکتونه کولی شي، د ملي یووالي په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوبوي.
دوی وایي، په هیواد کې د ګډو ملي مسایلو لپاره د بهر مېشتو افغانانو راټولېدنه ڼړیوالو ته د متحد ولس پیغام رسوي.
د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وایي:« افغانستان یو ځل بیا په یو سیاسي درشل کې دننه له یو نازک حالت څخه تېرېږي. په دغه وخت کې هم د افغانانو یووالی ډیر مهم دی. افغانانو په دغه برخه کې خپلې هلې ځلې نه دي سپمولې. د افغانستان دفاع ځکه مهمه ده چې افغانان له خپل هېواد او له خپل کلتور او له خپل خاورې سره مینه لري او د دې ترڅنګ یې ثابته کړي ده چې همېشه یې په خپل یووالي او وحدت سره د خپلو لويو ستونزو د حل لپاره اقدام ترسره کړی دی. زه باور لرم، چې د افغانانو یووالی او وحدت او په دغه برخه کې د افغانانو د افغانستان پر وړاندې د ستونزو را پیدا کېدل یا یرغلونه او یا هم په افغانانو باندې د ظلم استبداد ځواب په داسې یووالي باندې ورکول کیږي، چې په کور دننه مو د نظر وحدت موجود وي او په نړیواله سطحه په نورو هېوادونو کې هم افغانان د دغه ډول اقداماتو ترسره کولو سره بریا تر لاسه کولای شي.»
د کډوالو چارو شنونکی، عبدالرزاق عدیل بیا وایي: « دغه راټولېدنې د دې نښه دي چې د مهاجرت په جغرافیه کې وېشلي خلک په یوه واحد ملت بدلېږي، چې کولای شي په افغانستان کې د رښتیني یووالي لپاره فکري بنسټ برابر کړي. د فرانکفورټ په څېر ښارونو کې لاریونونه ښيي چې افغانان لا هم په نړیواله ټولنه کې د یو ګډ هویت په توګه پېژندل کېږي. د پاکستان او اسراییل د سیاستونو پر وړاندې لاریونونه په ځانګړي ډول ځکه مهم دي، چې نېغ په نېغه د افغان وګړو له برخلیک او عزت سره تړلي دي او کولای شي د یووالي او اتفاق لپاره د یوې مهمې نقطې په توګه کار وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم له څو اوونیو راهیسې پر افغانستان هوایي بریدونه او بمبارۍ کوي.
د پاکستان پوځي رژیم د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۷مه د شپې لخوا کابل کې د روږدو د درملنې روغتون په نښه کړ، چې پکې له ۴۰۰ زیات کسان شهیدان او کابو ۳۰۰ نور ټپیان شول.
دا برید د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او بېلابېلو هېوادونو لخوا وغندل شو او ملګرو ملتونو بیا په دې اړه د رڼو او ناپېیلو څېړنو خبره هم وکړه.












