دوی وايي،د اسلامي امارت دغه موقف به نه یوازې له غربي نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي نه کړي، بلکې له اسلامي نړۍ سره شته اړیکې به هم زیانمنې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي وايي:« که اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي،نو غربي نړۍ هم چمتو نه ده،چې د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي او له دوی سره د مرستو سربېره به دوی په رسمیت ونه پېژني. همدارنګه نه یوازې چې له غربي نړۍ سره به یې اړیکې عادي نه شي، بلکې د اسلامي نړۍ سره هم د اړیکو د ټکني کېدو لامل کېږي.»
اسلامي امارت له سختو داخلي او نړیوالو غبرګونونو او غوښتنو سره سره لا هم خپله پرېکړه نه ده اخیستې او له تیرو 22 ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي پاتې دي.
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي، نړیوالو له اسلامي امارت سره د تعامل په خاطر روښانه او مشروع شرطونه ایښي دي او په منلو کې یې افغانستان ثبات ته رسېدلای شي.
معارج وايي، د اسلامي امارت دریځونه به افغانستان له سختې بشري او سیاسي انزوا سره مخ کړي.
هغه زیاته کړه:« دا چې اسلامي امارت هغه شرطونه او ژمنې نه پوره کوي،چې د دوحې تړون په درېیم بند کې یې د ټول شموله حکومت جوړل او د زده کړو سربېره ژمنې کړې وې، د نه عملي کېدو مانا یې دا ده،چې طالبان حکومتدارۍ ته ژمن نه دي او نورې ستونزې هم رامنځته کوي. د نړۍ شرطونه مشروع دي او که اسلامي امارت یې نه مني، افغانان او هېواد له سخت حالت سره مخ کولای شي.»
د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« هغه ژمنې چې د طالبانو ډیپلوماټیکې دستګاه او د دوحې دفتر یې له نړیوالو سره کړي دي، په حکومت کې د یو شمېر اشخاصو د شخصي سلیقې له مخې له خنډ سره مخ دي او تر هغه وخت حل کېدی نه شي،چې د حکومت لپاره قوي بنسټ او اساس نه وي جوړ شوی.»
د اسلامي امات له خوا پر هغو ژمنو نه عمل،چې نړیولو سره یې په خبرو او د دوحې په تړون کې کړې دي، کولای شی،چې افغانستان د نړیوالو له پامه وغورځوي او د بشري او پراختیايي مرستو سربېره د افغانستان د رسیمت او د نړۍ له خوا اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې خنډونه او ستونزې رامنځته کړي.
د نړیوالې ټولنې له تازه پرېکړې سره چې افغانستان سره به پراختیايي مرستې او تعاملات به د انجونو د ښوونځیو تر تړل کېدو او د طالبانو په راتلونکو ګامونو پورې تړلې وي، څه موده وړاندې نړیوال بانک څلور هغه پراختیايي پروژې،چې ارزښت یې ۶۰۰ سوه میلیونه ډالره و، ځنډولې دي.