د هیواد کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره پنځه ولایتونو کې۵ سیلوګانې جوړیږي.
اوس د کرنې او مالدارۍ وزارت پنځه ستراټیژیکو ولایتونو کې د کرنیزو حاصلاتو د زیرمو جوړلو خبر کوي چې په جوړونه کې خصوصي سکتور ته هم برخه ورکول کیږي.
د کرنې وزارت مسولین وایي پر دغو سیلوګانو شپږ اویا میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۱۹۵ زره ټنو توکو د زیرمې ظرفیت به ولري.
حکومت دغو پروژو کې خصوصي پانګونې ته هم ونډه ورکوي خو، سوداګر دولت سره له ګډې پانګونې ناهیلي شويدي.
هیواد کې د ۱۷۵ زره مټریک ټنه ۵ سترې سیلو( زیرمې) شته خواړتیاوې نشې پوره کولای.
خصوصي سکتور چې له حکومت سره یې ګډه پانګونه کې لوی زیانونه لیدلي ، چمتو ندی چې له حکومت سره شریکه پانګونه وکړي.
سوداګرۍ خونه وایي شخصي سیلوګانې جوړوي چې د حکومت همکار اوسي.
پخوا د افغانستان سیلوګانو د خوراکي توکو د ساتنې ترڅنګ مجهزې ژرندې درلودې چې غنم به یې اوړه کول، دولتي ادارو ، پولیسو او پوځ ته به یې معیاري ډوډۍ رسولې خو، اوس دغو سیلوګانو کې یوازې خوراکي توکي زخیره او ساتل کیږي.