Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلن به د دواړو هېوادونو اړېکې زیانمنې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/11

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلن  او د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۱ مه» په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي. 

په دې کتنه کې متقي په ایران کې له افغان کډوالو  سره د شوي چلن په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ایران سفیر ته یې په ټینګار سره وویل،چې خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي،چې خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان کډوالو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړي. 

امیر خان متقي ویلي،په ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړ هېوادونو پر اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هېوادونو دښمنانو ته ‏د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ورکوي.

هغه زیاته کړه،چې د افغان کډوالو له نومه  په استفادې هیڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل استازیتوب نه کوي.

په همدې حال کې د ایران سفیر د بهرنیو چارو سرپرست د وزیر اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، د امام علی رضا په حرم کې د چاقو پر مټ د روحانینو او خادم له مرګ ژوبلې وروسته ځینو کړیو د یوه پلان له مخې،د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په موخه منفي تبلیغات پیل کړي دي.

بهادر امینیان په ایران کې افغان کډوال خپل مېلمانه بللي او ویلي یې دي،چې له ۴۳ کالو را وروسته په ایران کې د افغان کډوالو سلوک ثابته کړې،چې له ایراني ولس سره مینه او دوستانه تعامل لري.

‏امینیان ویلي،حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلن نیت نه لري او هڅه کوي،د دواړو هېوادونو اړېکې سره نږدې او باوري شي او د اسلامي امارت پيغام به خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist