Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

کرزي د نجونو ښوونځیو په اړه د علماوو پرېکړې هرکلی وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/11

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د ښوونځيو بیا پرانېستلو په اړه په کابل کې د دیني علماوو وروستۍ غونډه کې له پرېکړې هرکلی  وکړ.  

کرزي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د علماوو غږ د افغان ولس غږ دی او د نجونو د ښوونځيو پرانېستل  نه يوازې علماوو،بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده او اسلامي امارت بايد د خلکو غوښت‍نې ته په کتو ښوونځي پرانيزي.

کرزی  زیاته کړې:« په کابل کې د ښځينه او نارينه محترمو ديني علماوو په ګډون  ”د افغان ديني علماوو ملي ډیالوګ” تر عنوان لاندې غونډه،چې په‌ کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پیل ستر غږ وشو، هرکلی او ملاتړ کوم او د افغانستان د دغو علماوو غوښتنه د  افغانستان د خلکو غوښتنه ګڼم.» 

په ورته وخت کې  کرزي د افغان نجونو ښوونځيو په تړاو د اروپايي ټولنې، فرانیسې جرمني  او یو شمېر نورو هېوادونو له ګډې خبرپاڼې هم هرکلی کړی دی.

هغه زیاته کړې:«حامد کرزی د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانېستلو په تړاو د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، انګلستان، د امریکا متحده ایالاتو او بروکسل له ګډې خبرپاڼې هرکلی کوي او له اسلامي امارته غواړي،چې ژر تر ژره په دې برخه کې جدي عمل وکړي.» 

د هېواد ديني علماء وايي،د علماوو غوښتنې شرعي دي او په اسلامي شرعي نظام کې زده کړه د نجونو حق دی او نبايد له دې حقه محرومې شي. 

 دوی  وايي، د علماوو او ولس د غوښتنو نه منل،د ولس او حکومت ترمنځ واټن پیدا کولو په مانا ده.

مولوي عبدالباري مدني وايي:« د علماوو خبره باید  داسې واورېدل شي،چې عملي شي. زما هېله دا ده،وړاندې له دې چې د اختر خوشالي راشي،باید دا خوشالي هم واورو،ترڅو د  نړیوالو خولې هم بندې شي،  د منفي تبلیغاتو دراوزې هم بندې شي. اسلامي امارت باید خپل مسوولیت او مکلفیت وپېژني.» 

تحليل کوونکي د علماوو ناستې له ارزښت خالي نه ګني او وايي، اسلامي امارت بايد د مشروعيت تر لاسه کولو لپاره د ولس مشروع غوښتنې ومني.  

دوی وايي، د زده کړو لپاره ټول فرصتونه برابر دي او اسلامي امارت بايد د بیا پرانېستلو پريکړه ژر وکړي.

تحلیل کوونکی مطيع الله خروټی وايي:« زه په بشپړ ډاډ تاسو ته وایم،چې دا د ولس غږ دی. انشاء الله اسلامي امارت به دغه غږ ته ژر تر ژره لبیک ووایي. پایله به یې دا شي،چې د ولس غږ ته لبیک وویل شو.»  

تيره اوونۍ  په کابل کې د هېواد يو شمېر ښځينه او نارينه ديني عالماوو د افغان ديني علماوو ملي ډيالوګ په نوم غونډه کې  له اسلامي امارته غوښتي وو، چې د نجونو پر زده کړو محدوديتونه لرې کړي او بېرته دې  ته اجازه ورکړي،چې ښوونځيو ته لاړې شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist