Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/18

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته د روږدو کسانو د درملنې له روغتون(امېد روغتون) څخه چې وړمه شپه پاکستاني پوځي رژیم پرې هوايي بریدونه وکړل، شاوخوا ۱۰۰تنه ټپیان راوړل شوي، خو د دې روغتون د داکټرانو په وینا، د ټپیانو له ډلې۴۰ تنه يې د سختو ټپونو له امله شهیدان شوي دي.

د وزیرمحمد اکبرخان روغتون سرطبیب شفیق الله فیضي وايي: « موږ ته له امېد روغتون څخه ۱۰۰ تنه ټپیان او شهیدان راوړل شوي دي. په دې کې ۶۰ تنه ټپیان دي او له بده مرغه ۴۰ نور در درملنې پرمهال شهیدان شوي.»

د جراحۍ برخې مسوول دوست محمد وايي: « د پاتې ټپيانو وضعیت ښه دی او په غوره بڼه یې درملنه روانه ده. هر ډول خدمات او روغتیايي مرستې په وخت ور رسول کېږي.»

د درملنې او عاجلو مراقبتونو په خونه کې پرکټونو پراته ټپیان هغه روږدي کسان دي چې تر دې وړاندې له اعتیاد نه د رغېدو لپاره د روږدو د درملنې په روغتون کې ترجدي مراقبتونو لاندې وو او درملنه یې روانه وه، خو له دې ناخبره چې د ترهګر دښمن د برید له امله به له دې روغتون څخه بل روغتون ته د ټپونو د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

د برید قرباني نقیب الله وايي: « زه په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې بستر وم. د شپې مو د تراوېح لمونځ اداء کړ او خپلې خونې ته راغلم چې بمونه را پرېوتل. هرڅه ګډوډ شول او زموږ ملګري د باندې ووتل چې په دې وخت کې بل بم را پرېوت. زما په خېټه کې پارچه ولګېده، خو ډېر ملګري او دوستان مې شهیدان شول.»

د برید قرباني علي وايي: « درې کاله وشول چې هلته بستر وم. کله چې د شپې جېټ الوتکې راغلې، موږ له ځانه سره ویل چې دلته خو برید نه کوي، ځکه دا روغتون دی. ما په خپلو سترګو ولیدل چې دوه توغندي یې وویشتل؛ ډېر کسان مړه او ژوبل شول.»

د پاکستان پوځي رژیم په دې هوايي برید کې داسې روغتون په نښه کړی چې شاوخوا درې زره کسان په کې تر درملنې لاندې وو. برید کې بستر ناروغانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه عام خلک او روږدي ناروغان شهیدان شوي او سلګونه نور ژوبل دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « د پاکستان پوځي رژیم له لوري کابل کې زموږ د معتادینو د درملنې یو مرکز په نښه شوی. په دې مرکز کې شاوخوا ۳۰۰۰ ناروغان بستر وو او په بېلابېلو مراحلو کې یې درملنه کېده. بدبختانه د ۴۰۰ په شاوخوا کې له موږ سره د شهیدانو جسدونه دي. د پلټنې عملیات روان دي او ښايي دا شمېره لوړه شي. همدانګه د ۲۵۰ په شاوخوا کې ټپیان هم مرکزي روغتونونو ته انتقال شوي دي.»

پرعامو افغانانو او تر درملنې لاندې روږدو ناروغانو د پاکستان د پوځي رژیم دا ترهګریز برید په کوردننه او نړیواله کچه غندل شوی او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ترهګریزه کړنه بلل شوې ده.

خلک، فعالان او د بشري حقونو مدافعان له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو ادارو غواړي چې د پاکستاني ترهګر پوځ د داسې بشري ضد کړنو مخه ونیسي او پر وړاندې جدي اقدام ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist