Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/17

 د اختر په رانږدې کېدو سره د نورو ولایتونو په ګډون، کابل کې هم د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د عادي ورځو په پرتله يې د توکو د پېر او پلور بازارونه تاوده ښکاري.

په دې ورځو کې د جامو له ګنډلو نیولې تر خوږو، وچې مېوې او خوراکي توکو پېرلو پورې، هر څه زيات وي او کاروباريانو ته هم دا ورځې د ګټې وټې ښه فصل دی.

په دې ورځو کې خیاطان د کابل له تر ټولو بوختو کسبګرو دي او دوکانونه يې د پېرودونکو له ګڼې ګوڼې ډک وي. دوی وایي، په دې  شپو ورځو کې يې کار زیات وي او هڅه کوي چې له اختر وړاندې د خپلو پېرودونکو غوښتنې پوره کړي.

خیاط لعل محمد وايي: « د تېر کال په پرتله سږ کال زموږ کارونه کمرنګ وو. زما نظر دا دی چې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو او د ایران جګړې د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز کړی او نه شي کولی د تېر په څېر توکي وپېري. تېر کال موږ د روژې په نیمايي کې د ډېر کار له امله د دې امکانات نه لرل چې د خلکو فرمایش واخلو، خو سږ کال دا دی د روژې په پای کې هم وخت لرو او کولی شو کار واخلو.»

خیاط جمیل وايي: « که څه هم سږ کال ښه پېرودونکي لرو، خو تېر کال ته نه رسېږي. روان کال د تېر په پرتله کارونه کم شوي دي.»

که څه هم سږ کال عام خلک د بیو لوړوالي خبره کوي، خو بیا هم د کابل ښار په لویو او کوچنیو بازارونو کې د خلکو تګ راتګ زيات شوی او د اختر لپاره د اړتیا وړ توکو پر پېرلو بوخت دي.

له بلې خوا، د اختر لپاره د دودیز چمتوالي له ډلې یو هم د خوږو پېرل دي. پلورونکي يې وایي، د اختر له رانږدې کېدو سره د خلکو غوښتنې زیاتې شوې او د مېلمنو هرکلي لپاره کېک او کلچې پېري.

د کېک او کلچو پلورونکی رازمحمد وايي: « په بازار کې تغییرات شته؛ د تېر کال په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او لږ خرید کوي. خلک د جګړو له امله نا آرامه دي، مګر بیا هم ژوند ادامه لري.»

کلچې پلورونکی سردارولي وايي: « موږ سږکال له خلکو سره ګوزاره کوو او تخفیف ورکوو؛ ځکه اقتصاد کمزوری دی او خلک غریب شوي. په بازار کې د لومړی درجه کلچو بیه ۲۰۰ افغانۍ ده، خو موږ یې په ۱۸۰ افغانۍ ورکوو؛ دغسې نورو توکو کې هم تخفیف ورکوو.»

خلک بيا د اقتصادي وضعيت د خرابوالي له امله شکايت کوي او زياتوي، ځينې کورنۍ نه شي کولی په اختر او يا نورو عادي ورځو کې کافي توکي وپېري.

د کابل اوسېدونکی رحمت الله وايي: « که د افغانستان هرې خوا ته وګورو، امنیت ښه دی مګر کاروبار څه نا څه زیانمن شوی.»

د کابل اوسېدونکی عبدالکبير وايي: « موږ د امنیت په لحاظ پوره ډاډمن یو، هره خوا شپه او ورځ سفر کوو، ځو راځو.»

د روژې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د بازارونو ګڼه ګوڼه نه یوازې د اختر لپاره د خلکو د دودیز چمتوالي ښکارندويي کوي بلکې د ښار د ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو د روان بهیر څرګندونه هم کوي.

په ټوله کې امنیتې ځواکونو هم د اخترو شپو ورځو کې د لا ښه امنیت ټينګولو  ډاډ ورکوي او له خلکو غواړي چې د عامه نظم او امنيټ په ټينګښت کې ورسره همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist