Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د شواک،ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له کموالي شکالیت کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/10

په سویل کې د پکتیا ولایت شواک، ګردې څیړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو اوسیدونکي وايي، سیمو کې یې مخابراتي خدمتونه په نه شته حساب دي او د یوې تلیفوني اړیکې نیولو لپاره تر ساعتونو مزل کوي. 

د پکتیا شواک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ټیلیفوني شبکې په هر ځای کې کار نه کوي،یو شمېر ځایونو  کې کار کوي، خو په ځنې ځایونو کې کار نه کوي. محدودو ځایونو کې ټیلیفوني شبکې کار کوي.» 

د پکتیا ګردې څېړۍ یو تن اوسېدونکی بیا وايي:« په ګرده څېړۍ کې یوازې سلام مخابراتي شرکت کله کله کار کوي. دلته د انټرنیټ اسانتیاوې هېڅ نه شته دی.» 

د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ مشر نصیرالله هجرت مني،چې ځدراڼو میشتو ولسوالیو کې یې خدمات ټکني او زرمت او جاني خیلو کې هېڅ ډول خدمات نه لري. 

هجرت زیاته کړه:« داسې لرې پرتې ولسوالۍ لکه زرمت او جاني خېلو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات نه شته دی، که وي، هغه د ولسوالیو مرکز پورې محدود دي.» 

هجرت وایي، د مخابراتي شرکتونو استازو ډاډ ورکړی دی،چې د پکتیا ټولو سیمو کې به له اړتیا سره سم خدمتونه وړاندې کوي او شته ستونزې به هواروي. 

هغه زیاته کړه:«انشاء الله  په لږ وخت کې به د مخابراتي سیسټم ستونزه حل شي. انشاء زموږ ۹ مه پروژه ختمه شوې او ۱۰ مه پروژه به  شروع شي. په دې کې موږ پلان لرو،په هغو ولسوالیو کې چې مخابراتي خدمات نه شته دی،خلکو ته مخابراتي خدمات ورسوو.» 

د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي،ګردیز ښار او ولسوالیو کې د نا راجسټر شویو سیمکارتونو د پلور مخه یې نیولې او چاته اجازه نه ورکول کیږي،چې په خپلسري ډول سیمکارتونه وپلوري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist