سیاسي احزاب وايي د کابل ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي او باید باطلې اعلان شي.
د شنبې په ورځ کابل کې راټولو شویو د سیاسي ډلو استازو د ټاکنو په کمېسیون او کمېشنرانو باندې نیوکې درلودې، چې دوی له یو شمېر نوماندانو سره لاس درلود.
په دې غونډه کې د حزب اسلامي استازی وايي، د ټاکنو کمېسیون د مدیریت له پلوه کم زوری دی او د کابل ټاکنې دې باطلې اعلان شي .
د جنبش حزب استازي حسیب الله ترین وویل، د خلکو پررایو خیانت شوی او ټاکنو کمېسیون د یو شمېر نوماندانو صندقونه ورک کړي.
د حزب اسلامي استازي سیف الرحمن حبیبي وویل د ټاکنو په ورځ پر درغلیو بوخت کسان نیول شوي خو بیرته د ټاکنو کمېسیون له لوري خوشي شوي دي.
دغو احزابو رسنیو ته هغه ویډیو هم وښوده چې د ټاکنو په ورځ د یو شمېر نوماندنو په پلوۍ درغلي شوې ده.
دغه خبري غونډه کې چې لسو احزابو ګډون کړی و، وايي چې د شکایتو کمېسیون چې کومه پرېکړه کړې وه، د ټاکنو کمېسیون دې ومني او د کابل ولایت ټاکنې دې د دوهم ځل لپاره ترسره کړي.