Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې پر  ۲ زرو اړمنو کورنیو د خوراکي توکو وېش لړۍ پيل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/09

په زابل ولایت کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري ۱۹ مه» د هوما خیریه بنسټ له لورې پر ۲۰۰۰ اړمنیو کورنیو د خوراکي توکو مرستو وېش لړۍ پیل  شوه.

په یاد ولایت کې هوما  موسېسې ولايتي  حضرت ولي وايي، مرسته شوي خوراکي توکي هغو کورنیو ته  ویشي،چې سختې اړمنې وي.

ولي وايي، مرستې بهرمیشتو افغانانو رالېږلي او دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

ولي زیاته  کړه:« دغه مرستې،چې بهرميشتو افغانانو راليږلي دي،هغو کسانو ته ورکول کيږي،چې سخت اړمن وي او د شپې تيريدو لپاره څه نه لري.»

په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي وايي، دغه ډول مرستو ته يې زياته اړتيا درلوده او په خبره يې تر وروستيو سياسي بدلونو وروسته دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه کورنيو پر اسلامي امارت او نورو مرسته کوونکو ادارو غږ کوي،چې په راتلونکي کې دوی هېر نه کړي او مرستې ورسره وکړي.

مرسته تر لاسه کونکی  نجیب الله  وايي:« موږ له دغو مرستو ډېر خوشحاله يو،ځکه په روژه کې موږ په کور کې هيڅ نه درلوده،غوښتنه کوو،چې نورې مرستې هم باید راسره وشي.»

یو بل مرسته تر لاسه کونکی سيف الله بیا وايي:«دغه د روژې مبارکه مياشت ده،خلک هېڅ نه لري. کار نه شته دی،چې مزدوري وکړي. هېله ده،چې ټول مرسته کوونکي په دغه مبارکه مياشت کې خپلې مرستې زياتې کړي.»

زابل چې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله یې خلکو ته زیات اقتصادي زیانونه اوښتي، دا مهال یې خلک له زیات فقر او غربت سره مخ دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist