د ایران د مشهد ښار په یوه زیارت کې پر ملایانو له برید وروسته،په دې هېواد کې افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له خوا بد چلن او ظلم پيل شوی دی.
سره له دې چې اسلاميامارت د امام رضا زیارت کې پر درېیو ملایانو د چړو برید،چې پرمهال یو کس وژل شوی او درې ټپيان شوي غندلی دی،خو له درې ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې افغان ګډوالو سره د ایرانیانو له لورې د تاوتریخوالي او شکنجو ویډیوګانې خپرېږي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« اسلاميامارت ایران کې پر عبادت ځای او روحانیونو برید غندي، دا کار په افغانانو او افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانانو د کډوالۍ عوامل له لسیزو راپدیخوا جګړې او فقر یادوي،چې له کبله یې بېلابېلو هېوادونو ته تللي،خو نیوکه یې په ایران ده،چې د افغانانو له مجبوریته غلطه استفاده کوي.
دوی وايي، د ایران نوې پالیسۍ د بد ګاونديتوب نیت څرګندوي او په خبره یې دغه دریځ د دواړو هېوادونو په زیان دی.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« د کورنیو ستونزو له امله، د څلورو لسیزو جګړو له امله افغانان نه یوازې په ایران کې کړیږي، بلکې د نړۍ په ګوټ کوټ کې د مهاجرت او له هېواده د جلا والي غمونه ګالي. د ایران حکومت نوې پالیسي په حقیقت کې د بد ګاونډي بد نیت څرګندوي. موږ پر ایرانیانو غږ کوو،چې تاسې د یوه مسلمان او ګاونډي په ملت په توګه زموږ د مجبوریت پر ورځ لاس راکړئ. موږ مه ځپئ.»
ځینې نور بیا په دې باور دي،چې ایران هیڅ کله زموږ ښه ګاوندی نه وو او هېڅ کله به هم نه شي.
دوی وايي، اوس مسوولیت د اسلامی امارت دی،چې پر نړیواله کچه د افغانانو له حقوقو دفاع وکړي او ایراني چارواکو سره دې خبرې وکړي،ترڅو افغانان بېرته خپل کور ته راستانه شي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ایران هېڅ کله زموږ ښه ګاونډی نه وه او نه به ښه ګاونډی پاتې شي. دغه بشیري فجایع چې دي، د ایراني چارواکو او ایرانیانو له خوا افغاني مهاجرینو سره په ایران کې ترسره کېږي، لامل هغه پخواني مجاهدین او اوسني طالبان دي. هغه نارواوې،چې دوی په دې هېواد ( افغانستان) کې ترسره کړې، افغان ولس یې دې اړ کړ، چې د خپل ژوند ژغورلو لپاره هېواد پرېږدي. اوس طالبان دا مسوولیت لري،چې له خپلو هېوادوالو څخه پر نړیواله سطحه دفاع وکړي او د ایران له چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو دغه مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه کړي،چې حیثیت،ابرو او عزت یې خوندي شي.»
بل خوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت عبدالقهار بلخي ویلي، چې افغان ګډوالو سره د ایران له لورې د شوي ظلم پرسر یې کابل کې د ایران سفارت له مسوولینوسره خبرې کړي دي .
بلخي زیاته کړې:« نن د بهرنيو چارو وزارت د دویم سياسي رياست مشر فيضان الله ناصري د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مسوولينو سره په بهرنیو چارو وزارت کې ولیدل او په ايران کې يې له افغان مهاجرينو سره د ياد هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلن اړوند خبري وکړې. »
دا لومړی ځل نه دی چې،ایران کې له میشتو افغانانو سره د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له خوا زور زیاتی او بد چلن کېږي، بلکې په تیرو شلو کلونو کې زرګونه افغانان له دې هېواده په زور را شړل شوي، سلګونه نور بندیان شوي، سیند ته اچول شوي او ګڼ شمېر وژل شوي دي.
کابل له تهران سره په کراتو خبرې کړي دي،خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړي او د افغانانو ځورول او شکنجې لا دوام لري.