ایران له طالبانو سره د لیدنې په تړاو ولسمشر ته مالومات ورکړل.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او د دوه اړخیزواړیکو په ګډون یې ایران ته د طالبانو سفر په تړاو خبرې کړې دي.
خبرپاڼې ویلي، دواړو خواوو د چابهار بندر د ښې ګټنې په تړاو هم خبرې کړې دي.
تر دې دمخه طالبانو او ایراني چارواکو ویلي و چې د طالبانو استازي ایران ته تللي وو او د افغان سولې په تړاو یې خبرې کړې دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شامخاني افغانستان ته راغی او د ولسمشر غني په ګډون یې له لوړوپوړو افغان چارواکو سره ولیدل.