Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې ۹ زرو بې وزله کورنیو ته د چین بشري مرستو وېش لړۍ پيل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/07

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د دغه مرستو د ویش پروګرام کې وویل، د  اسلامي امارت او عسکرو کورونیو ته په یو ډول رسېدنه کوي او اجازه به ورنه کړي،چې څوک چاته ستونزې جوړې کړي.

حقاني زیاته کړه:« افغانان ټول وروڼه دي، ټول مسلمانان دي،هېڅ کله به څوک هېر نه شي او نه به په یوه او بل نوم دوی ته څوک ستونزې جوړې کړي. باید په ټولییز ډول هڅه وشي،چې ټول سره لاسونه یو او خپل هېواد ته کار وکړو.» 

په ټولییز ډول د چین  بشري مرسته په څو پړاوونو کې شااوخوا ۹ زرو کورنیو ته ویشل کیږي او ګردیز ښار کې ۹۸۰ کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول .

د پکتیا کډوالو چارو  ریاست مشر صابرګل مصلح وايي:« ۹۸۰ وزله کورنیو ته په لومړي پړاوو کې دغه مرسته ګردیز ښار کې وویشل شوه. په  ټوله پکتیا کې به د چین مرسته ۹ زرو کورنیو ته ورسیږي.» 

د یو شمیر بې وزلو کورنیو غړي د بشري مرستو په عادلانه ویش ټینګار کوي او وایي، ډېری وخت اړمنو کورنیو ته نه رسیږي. 

د پکتیا یو تن  اوسېدونکی وايي:« که چېرته مرسته کوي،د شریعت په رڼا کې، لکه تاسو چې وویل ، باید مستحقو خلکو ته یې ورکړي ،هغه خلک چې بې وزله نه دي مه یې ورکوي. که سل ځله له تاسو سره په چوکۍ ناست وي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«د خلکو اقتصادي وضعیت بیخي خراب دی. دا شل کاله جنګونه تیر شوي دي،خلک په بد حالت کې دي،مرستې راځي،خو مستحقو خلکو ته نه ورکول کیږي او داسې خلک یې وړي،چې مستحق نه وي.» 

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم په عادلانه ډول د مرستو پر ویش ټینګار کوي او وایي، په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې مرستې اړمنو کورنیو ته ورسیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist