Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: خپل منځني ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ

له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: خپل منځني ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

د چین بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او له ډېپلوماټیکو لارو رامنځته شوي اختلافات حل کړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو درولو غوښتنه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې کړې او د جګړې پر سم‌لاسي درېدو د ټینګار ترڅنګ يې، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مذاکراتو بيا پیل مهم بللی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: «تر ټولو مهم مسوولیت دا دی چې د نښتو  زیاتېدا مخنیوی وشي او هر څه ژر دواړه لوري د مذاکراتو مېز ته را وګرځي. د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی د سولې خبرو د پرمختګ لپاره، دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.»

څارونکي په دې باور دي چې که چین په ريښتينې توګه وغواړي، د سیمه‌ييز ټيکاو تحکيم لپاره د افغانستان او پاکستان جګړه درولی شي. دوی تجويز کوي چې چين دې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره هم دا کار وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدی ځاځی وايي: « چین ته په کار ده چې په شفاف ډول په سیمه کې د داسې سیاسي انځور وګوري چې دا کړکېچ د چا له خوا رهبري کېږي او حل لارې یې څه دي. باید پر پاکستان داسې فشارونه وارد او تضمین ترې واخلي چې په پایله کې یې د نورو هېوادونو لاسوهنې لنډې شي.»

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « په پاکستان کې د امریکا نفوذ لاهم ډېر محدودیتونه لري، خو د چین نفوذ په افغانستان کې ډېر مستقیم دی. دلته سیالي موجوده ده او د حل لپاره یې چین ډېر ښه چانس لري؛ که څه هم بشپړ بریالیتوب یې نه شي تضمین کېدای، ځکه د ډیورنډ کرښه، ټي‌ټي‌پي او دغه راز د بلوڅانو مقاومت د چین د پروژو لپاره خطر دی. زما نظر دا دی چې چینایان د غربیانو تقابل ته نه شي را وړاندې کېدای او د دغه شان کشالو په حل کې د چین رول هم ډېر مؤثر نه دی تمام شوی.»

له دې وړاندې بریټانیا، ایران، روسیې، اروپايي ټولنې او یو شمېر عربي هېوادونو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ  د جګړې سم‌لاسي درېدو او له ډېپلوماټیکو چینلونو د ستونزو حل غوښتنه مطرح کړې ده.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان ديني عالمانو پلاوی په کابل دی او ډېر باوری دی چې د جګړې درولو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره پر خبرو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist