Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم په تازه بریدونو کې یوځل بیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم په تازه بریدونو کې یوځل بیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/12

د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژیم بریدونه ادامه لري.  د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د پاکستان پوځي رژیم وړمه شپه د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ پر کوټ کلي د هاوان مرمیو ویشتلو سره د ملکي وګړو یو کور په نښه کړی او له امله یې ۳ ملکي وګړي شهیدان او ۳ نور ټپیان شوي دي.

حمدالله فطرت زیاتوي،  پاکستاني ملېشو د پکتیکا په شکین او برمل ولسوالیو کې هم د ملکي خلکو پر کورونو د هاوان او ډي سي توپ ۱۱۶ مرمۍ ویشتلې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي: « پاکستاني ملېشو د ډي سي توپ او هاوان مرمۍ فیر کړې وې او له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو. له دې جملې د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ د کوټ کلي کې زموږ د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د پکتیا ولایت شکین او برمل ولسوالیو کې هم د هاوان او ډي سي توپ سلګونه مرمۍ لګېدلې دي، خو دا چې سیمه له وړاندې تخلیه شوې وه او خلک یې نورو سیمو ته کډه شوي وو، ځان تلفات نه لرو مګر خلکو ته یې زیات مالي زیانونه اړولي دي.»

د نوموړي په خبره، د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ په څو کلیو کې هم د ملکي خلکو کورونه په درنو وسلو په نښه شوي چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي.

فطرت دغه راز ویلي، له پرون راهیسې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند نواباد، دونیژه او ډبه سیمو کې هم د پاکستان له خوا د هاوان او توپونو ډزې شوې او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ کې هم ځینې کلي د هاوان او توپونو د بریدونو له امله زیانمن شوي، خو دا چې له دغو سیمو هم خلک کډه شوي، ځان زیان نه لري مګر کورونه ویجاړ شوي او ۲۰ رأس څاروي تلف شوي دي. همدارنګه د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ پر ۷ کلیو هم د پاکستان پوځي رژیم له لوري د هاوانونو او توپونو بریدونه ترسره شوي چې په پایله کې یې دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي او یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.»

د پاکستان پوځي رژیم داسې مهال پر افغان خاوره د هاوان او ډي سي توپونو بریدونه کوي چې تېره ورځ یې یو درې کسیز پلاوی کابل ته را استولی و.

سرچینو شمشاد ته د پلاوي د سفر د تایید ترڅنګ ویلي، پاکستاني پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې د حل په لارو چارو د خبرو لپاره راغلی.   

پوښتنه دا ده چې د پاکستان پوځي رژیم په دې بریدونو سره څه ثابتول غواړي او د پاکستان پوځي رژیم ولې ډېپلوماسۍ ته زړه نه ښه کوي، اساسي علتونه څه کېدای شي؟

د پوځي چارو کارپوهان د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې او پلاوي راتګ په تړاو داسې څرګندونې کوي.

د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری وايي: « د پاکستان پوځي رژیم له خوا د بریدونو دوام نه یوازې د سولې پر ډېپلوماټیکو هلو ځلو منفي اغېز کوي بلکې د دواړو خواوو د اعتماد فضا هم کمزورې کولی شي.»    

بل پلو، د افغانستان لپاره د ازبېکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشېف د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ګېل برتران سره آنلاین ناسته ترسره کړې.

ازبېکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان پر وضعیت او د افغانستان په اړه د ازبېکستان او اروپايي ټولنې د همکاریو په هکله خبرې کړې.

کارپوهان وایي، پاکستان چې تل یې د افغانستان پر وړاندې د لاسوهنې پالیسي غوره کړې او په خبره یې، دا هېواد باید له خپلو تېرو ترخو تجربو زده ‌کړه وکړي او په ریښتینې مانا دوستانه اړیکې وپالي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026
خوشحال خان کاکړ د پاکستان پارلمان ته: افغانستان سره اړيکې بايد د برابرۍ  پر بنسټ وي
افغانستان

خوشحال خان کاکړ د پاکستان پارلمان ته: افغانستان سره اړيکې بايد د برابرۍ  پر بنسټ وي

مارچ 12, 2026
کابل او مسقط پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې کړې
افغانستان

کابل او مسقط پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې کړې

مارچ 12, 2026
له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: خپل منځني ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ
افغانستان

له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: خپل منځني ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ

مارچ 12, 2026
د ماشومانو ملاتړ ادارې د پوځي رژيم بریدونو کې د زرګونه ماشومانو بېځایه کېدو خبر ورکړی
افغانستان

د ماشومانو ملاتړ ادارې د پوځي رژيم بریدونو کې د زرګونه ماشومانو بېځایه کېدو خبر ورکړی

مارچ 12, 2026
هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده
افغانستان

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

مارچ 11, 2026

وروستي خبرونه

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
خوشحال خان کاکړ د پاکستان پارلمان ته: افغانستان سره اړيکې بايد د برابرۍ  پر بنسټ وي

خوشحال خان کاکړ د پاکستان پارلمان ته: افغانستان سره اړيکې بايد د برابرۍ  پر بنسټ وي

مارچ 12, 2026
کابل او مسقط پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې کړې

کابل او مسقط پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې کړې

مارچ 12, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: خپل منځني ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ

له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: خپل منځني ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ

مارچ 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist