معمولا ًد اختر په نږدې کېدو سره د ټوکر پلورونکو او جامو ګنډونکو(خیاطانو) کارونه تر نورو زیات ځلېږي، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله د ټوکر پلورونکو او خیاطانو په کارونو کې هغه تېره ځلا او بیروبار نه تر سترګو کېږي.
په کابل ښار کې یو شمېر ټوکر پلورونکي او خیاطان وايي، سږ کال په خلکو کې د اختر لپاره د نویو جامو ګنډلو مینه نه لیدل کېږي.
د ټوکر پلورونکو په خبره، روان کال د خلکو د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله د دوی بازارونه لوېدلي او د تېر په شان ګڼه ګوڼه نه لري.
ټوکر پلورونکی حامد وايي: « له یوې خوا د خلکو کار او روزګار خراب دی او له بلې خوا د بل کاروبار نه لرلو له امله ډېرو خلکو جامو ګنډلو او ټوکر پلورلو ته مخه کړې.»
ټوکر پلورونکی یار محمد وايي: « وروره! د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری شوی. له دې وړاندې خلکو هر ډول جامې کولی شوای، خو اوس چې ارزانه نه وي، نه یې کوي. هرڅوک د ارزانه ټوکر پوښتنه کوي.»
همدارنګه، د کابل ښار یو تن خیاط وايي، تېر کال یې د اختر لپاره د خلکو ۱۴۰۰ جوړې جامې ګنډلې وې، خو سږ کال یې یوازې د ۹۰۰جوړو جامو فرمایشونه ترلاسه کړي.
جامې ګنډونکی جمیل وايي: « زه په دې دوکان کې د جامو قیچي کولو دنده لرم. ما تېر کال ۱۴۰۰ جوړې قیچي کړې وې، خو سږ کال د روژې تر شلمې نېټې مې یوازې ۷۰۰ جوړې قیچې کړې دي.»
په ورته مهال، کابل ښاریان د اختر لپاره د چمتوالي پیکه کېدل مني او وايي، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د دې سبب شوي چې د پخوا په څېر د اختر هرکلی ونه شي کولی.
د دوی په خبره، د کار نه شتوالی او ورسره تړلې اقتصادي ستونزې لامل شوې دي چې دوی ځان او د کورنۍ غړیو ته د اختر جامې چمتو نه کړای شي.
د کابل ښار اوسېدونکی لایق وايي: « ما نه ځان ته جامې کړې او نه هم ماشومانو ته. زه یوازې دومره کولی شم چې د ماښام ډوډۍ پرې چمتو کړم.»
د کابل اوسېدونکی امین الله وايي: « خپله زه د دې وس نه لرم چې نوې جامې جوړې کړم. زه بې روزګاره یم او چې کله عاید نه وي، څوک څنګه کولی شي نوې جامې جوړې کړي.»
که له یوې خوا ځینې ښاریان له اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ ځورېږي، بله خوا داسې خلک هم شته چې له اقتصادي ستونزو سره سره، د اختر لپاره د نویو جامو ګنډل خورا مهم بولي.
د دوی په خبره، ډېرخلک د دې لپاره چې اختر ته نوې جامې وګنډي، له خپلو خواخوږو پور اخلي او په هرحالت کې دا لرغونی او اسلامي دود پر ځای کوي.
د کابل ښار اوسېدونکی ضیا الحق وايي: « ما اختر ته نوي کالي جوړ کړي. سږ کال نرخونه ښه وو.»
د کابل ښار اوسېدونکی عزت الله وايي: « نوي کالي جوړول اسانه کار نه دی. خلک به دا کار وکړي، خو اسانه به نه وي. دا مهال په یوه جوړه ساده جامو تر ۱۴۰۰ افغانیو لګښت راځي.»
ښايي د ټوکر او جامو ګنډلو لوړې بیې هم یو له هغو عواملو وي چې خلک اختر ته نوې جامې چمتو نه کړای شي، خو یو شمېر ټوکر پلورونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو د هېواد پر بازارونو خاص اغېز نه دی کړی او دوی اوس د ښه کیفیت توکي له نورو هېوادونو په ټیټه بیه واردوي.