Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی

متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/10

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له بهرنیو ډېپلوماټانو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره په خبرو کې د افغانستان په اړه د پاکستان پوځي رژیم محاسبې ناسمې بللې او وايي، اسلام اباد باید دا محاسبې له سره تنظیم کړي.

مولوي امیر خان متقي چې کابل کې بهرنیو ډېپلوماټانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ته یې روژه ماتی ترتیب کړی و، دغه راز ویلي، افغانان له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د پاکستان پوځي رژیم له تېري سره مخ دي.

متقي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، پاکستاني جنرالان خپلې کورنۍ ستونزې له سیاسي لارو نه بلکې پوځي اقداماتو له لارې حلول غواړي او د دوی دې تګلارې ټوله سیمه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي: « د دې په ځای چې پاکستاني جنرال د خپلو داخلي ستونزو هوارولو لپاره هڅه وکړي، د ټولې سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی. تاسو به اورېدلي وي چې د پاکستان پوځي دستګاه د هارډ سټېټ خبره کوي، د خپلو سیاسي مشکلاتو د حل لپاره د سیاسي لارې په ځای نظامي لاره غوره کړې، حاکم پوځي رژیم د خپلو سیاستوالو، علماوو او ولس سره په جګړه دی او د تفاهم پر ځای کوشش کوي چې د تقابل او فشار له لارې مشکلات حل کړي. تېرو لسیزو دا ثابته کړې چې فشار او د ځواک بې اساسه استفاده، د مشکلاتو د حل پر ځای، د مقاومت څپه لا ډېره قوي کوي.»        

بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان پر افغانستان داسې مهال بریدونه پيل کړل چې د اسلامي امارت استازي د سعودي عرستان له یوه پلاوي سره چې د منځګړیتوب د هڅو په لړ کې کابل ته راغلی و، په خبرو بوخت وو.

د متقي په خبره، د پاکستان پوځي رژیم له تېري ۳ ورځې وړاندې اسلامي امارت د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او د سعودي عربستان د هڅو په احترام، په مخکینیو جګړو کې نیول شوي درې پاکستاني پوځیان هم خوشي کړل.

بهرنیو چارو وزیر په دې اړه وايي: « موږ د روان کال د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستاني پوځ له خوا داسې مهال له تېري سره مخ شوو چې زموږ مرکچي ټیم د سعودي عربستان له منځګړي ټیم سره د دوه اړخیز توافق پر متن په مذاکره بوخت وو. له دې پنځه ورځې مخکې د فبرورۍ په ۱۷ مه، زموږ لوري د حسن نیت او روژې ته د درناوي او د منځګړو هڅو ته د مثبت ځواب په نیت، درې پاکستاني جنګي اسیران د سعودي عربستان پلاوي ته وسپارل، خو په ځواب کې یې د فبرورۍ په ۲۲ مه پاکستاني ځواکونو زموږ د هېواد په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د جېټ او ډرون الوتک په وسیله بمبار وکړ. په دغو بمباریو کې پاکستاني پوځ د یوې مدرسې په ګډون ۷ ملکي اهداف په نښه کړل او په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه شهیدان شول.»

د افغانستان او پاکستان جګړه وروسته له هغې لا توده شوه چې د ملي دفاع وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر مېشتو پاکستاني ځواکونو د افغانستان د هوايي حریم نقضولو او د ملکي بې ګناه وګړو له شهیدولو وروسته پراخ غچ اخستونکي عملیات پیل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، پاکستان له یوې خوا د افغانستان هوايي حریم نقضوي او په هوايي بریدونو کې بې ګناه ملکي افغانان وژني، په خپله خاوره کې د افغان کډوالو پر وړاندې ظلم کوي او له بلې خوا بیا په نړیوال ډګر کې د افغانستان په اړه د نړیوالو ذهنیت هم خرابوي.  

د بهرنیو چارو وزیر د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ روانې جګړې ته هم اشاره وکړه وویل، د ایران، امریکا او اسراییلو جګړې په ټوله سیمه کې د جګړې اورونه بل کړي دي.

متقي سیمې ته د جګړې انتقال د هېڅ هېواد په ګټه نه بولي او وايي، دا جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي.

بهرنیو چارو وزیر  په دې اړه وايي: « د ایران پر اسلامي جمهوریت د امریکا او اسراییلو بریدونو، سیمه ییز او نړیوال امنیت ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي. دغو بریدونو او د سیمې نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، عمان، ترکیې، بحرین او آزربایجان ته د بریدونو غځېدلو له پلوه په ژوره توګه خواشیني یو. سیمې ته د کړکېچ غځول او پراخول، د هېڅ لوري په ګټه نه دي.»         

د بهرنیو چارو وزیر خپلو خبرو کې په دې ټینګار کړی چې د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا باید نقض نه شي. د هغه په خبره، اسلامي امارت د هېڅ یوه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړاوي پلوي نه کوي.

امریکا او اسراییلو د تېرې فبروري میاشتې په ۲۸ مه پر ایران د پراخو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د ایران مذهبي مشر او د کورنۍ غړي یې له نورو جګپوړو چارواکو سره یو ځای له منځه یوړل.

ایران بیا په ځوابي بریدونو کې د اسراییل څو ښارونه او په خلیجي هېوادونو کې امریکايي پوځي اډې په توغندیو وویشتې او امریکايي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

که څه هم امریکا او اسراییلو اټکل کاوه چې د ایران حکومت د رهبرې په نښه کولو سره به دا جګړه په څو ورځو کې پای ته ورسوي، خو اوس داسې نه ښکاري چې دا جګړه دې ژر پای ته ورسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist