Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه: افغانستان کې سوله او ثبات د ترک توکمه هېوادونو لپاره اهمیت لري

ترکیه: افغانستان کې سوله او ثبات د ترک توکمه هېوادونو لپاره اهمیت لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته کړکېچونو په تړاو نظر څرګند کړی او وايي، هېواد یې دا کړکېچ له نږدې څاري.

هاکان فیدان په خپلو خبرو کې افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره حیاتي او مهمه مسله یاده کړې.

د هغه په ټکو، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ ځکه د پام وړ دی چې په خبره يې، افغانستان له ځينو ترک تبارو هېوادونو سره ګډه پوله لري او په مستقیم ډول ترې اغېزمنېدای شي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي: « په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره اړینه او حیاتي مسله ده. په داسې حال کې چې افغانستان له یو شمېر ترک هېوادونو سره ګډه پوله لري، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده کړکېچ له نږدې څارو.))

افغانستان په شمال کې د امو سیند په اوږدو کې له ترکمنستان سره څه باندې ۸۰۰ کېلومټره او له ازبېکستان سره بیا شاوخوا ۱۴۴ کېلومټر ګډه پوله لري چې د ژبې او نژاد له درکه دواړه ترک توکم هېوادونه دي.

که څه هم ترکیې له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو او شخړو د هواري په موخه د مذاکراتو کوربه توب کړی، خو دې کوربه توب مثبته پایله نه لرله.

دا ځل هم د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د روانې مارچ میاشتې په درېیمه نېټه د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لانجو په راکمولو او د اوربند په ټینګولو کې رول لوبلو ته چمتو دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال وايي: « اوس د سیمې ټول هېوادونه په دې باورمن شوي چې د افغانستان نا امني او بې ثباتي، د سیمې نا امنۍ او بې ثباته کېدو سبب کېږي. له همدې امله د سیمې هر هېواد دېته چمتو شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي. ترکیه یو له سترو اسلامي هېوادونو دی او کولی شي د سیمې او نړۍ په کچه پر شته پالیسیو اغېز ولري.»     

د چارو څارونکو په باور، ترکیه د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلیتاوو په راکمولو کې پام وړ اغېز لرلی شي، خو که پاکستان په مذاکراتو کې صادقانه عمل وکړي او عیني واقعیتونه درک کړي.

دوی وايي، د پاکستان کورنۍ ستونزې د دې هېواد عیني واقعیتونه دي چې پوځي چارواکي يې پرې سترګې پټوي او پر افغان لوري یې د تپلو هڅه کوي او همدا د روانې جګړې اصلي لامل دی.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « که چېرې ترکیه واقعي منځنګړیتوب وکړي او پاکستان هم له خپلو نامشروع غوښتنو تېر شي، ښايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسېږي.»    

ترکیه داسې مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترینګلیتاوو له نږدې د څار خبره کوي چې له دې وړاندې روسیې، قطر، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو هم پر را ولاړې شوې لانجې اندېښنه ښودلې او د منځګړیتوب لپاره یې خپل چمتوالی اعلان کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist