ټاکل شوې د سولې عالي شورا یو پلاوی راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته لاړ شي.
د سولې شورا پلاوی به اسلام اباد کې له پاکستان چارواکو سره پر افغان سوله او سیمه ییزه اجماع باندې خبرې وکړي.
له دې سره یو ځای د روڼتیا د څار بنسټ او مدني فعالان ټینګار لري چې د سولې پروسې د هر پړاو خبرې دې له ولس سره شریکې شي.
د سولې عالي شورا د مدنې فعالانو سره ګډه غونډه رابللي وه چې څنګه کیدای شي له خلکو سره مالومات شریک شي، او د خلکو انديښنو ته ځواب وویل شي.
د سولې عالي شورا دارلانشاء رییس وایي، د سولې خبرې په افغانستان کې یواځې طالبانو سره کیږي او نورې ډلې له دې پروسې مستثنا دي.
سولې شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وایي، د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا او د دې پروسې د بریا لپاره اسلام اباد ته یو پلاوی لیږي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي بیا انديښنې لري چې ګنې د سولې خبرې د پردې ترشا شفافه نه دي او باید د هر پرمختګ په تړاو ولسونو ته مالومات ورکول شي.
په دې کنفرانس کې د مدني فعالانو لپاره د ازاد بحث موقع برابره شوې وه چې د سولې شورا ته د مشورو تر څنګ د هغوی په ځینو تګلارو نیوکې هم وکړي.
د سولې عالي شورا پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته ځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څلور هېوادونو سفر وکړ او ټاکل شوې چې لومړی وزیر عمران خان هم ترکیې او قطر ته لاړ شي، تر څو افغان سوله کې خپل رول ادا کړي.