Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان کې د داعش بریدونو طراح، په خیبرپښتونخوا کې وژل شوی

افغانستان کې د داعش بریدونو طراح، په خیبرپښتونخوا کې وژل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/09

المرصاد رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله راپور ورکړی چې د زلمي بدخشي په نوم د داعش خراسان څانګې یو مهم عملیاتي طراح خيبرپښتونخوا کې وژل شوی.

په راپور کې ويل شوي، نوموړی د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په مخامخ ډزو د پېښور په شاه کڅ سیمه کې وژل شوی دی.

المرصاد په دې اړه د راپور په خپرولو سره وايي: « زلمی بدخشي چې د سلمان په نوم هم پېژندل کېده، د یادې ډلې مهم عملیاتي طراح و. د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې له افغانستانه تښتېدلی او د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې مېشت شوی و چې د داعش فعال مرکزونه بلل کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي د نوموړي وژل کېدو ته په اشارې وايي، پاکستان په خپله خاوره او خيبر پښتونخوا کې وسله‌والو ته د خوندي ځايونو په برابرولو سره د ترهګرۍ تمويل او تجهيز تایيدوي.

دوی ټينګار کوي چې د سيمه‌ييز ټيکاو لپاره دې پاکستان د خپلو اوسنيو پالیسيو برعکس د سوله‌ييز ژوند ګټې هم تجربه کړي.

د نړیوالو اړيکو شنونکی سمیر انګار وايي: « د پاکستان رژیم باید پر خپلو تګلارو او پالیسیو یوځل بیا کتنه وکړي، له دوه مخي او ضد نقیض سیاست څخه تېر شي او برعکس پر تجارتي او سیمه ییزو مسایلو کې ډېر فوکس ولري، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد او باور فضا جوړه شي.»

د سیاسی چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا لومړی ځل نه دی چې د داعش ډلې یو طراح چې وايي په کندز کې یې پر کابل بانک برید طرحه کړی و، اوس په پاکستان کې وژل کېږي بلکې له دې وړاندې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ ګډې پولې په اوږدو کې ځینې ترهګر ونیول شول چې ریښه یې پاکستان کې وه. همدارنګه د پاکستان په نورو برخو، باړه کراچۍ، لکي مروت او تخت بايي کې هم د داعش او نورو ترهګرو ډلو غړي نیول کېږي یا وژل کېږي. اصلي خبره دا ده چې د نړۍ په تفاهم سره سیاست دا دی چې د نړۍ زبرځواک هېوادونه دا ډلې جوړوي او پاکستان یې یوازې مجري دی.»

دا لومړی ځل نه دی بلکې له دې وړاندې هم په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د داعش یوشمېر غړي د نا پېژاندو وسله‌والو له لوري په نښه او له منځه وړل شوي دي.

المرصاد ته سرچینو ویلي، دا هغه کسان دي چې تر ډېره افغانستان کې بريدونه تنظيموي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist