Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي امارت مشرتابه نوی فرمان: د هر ډول نشه يي توکو کښت او قاچاق بند دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/04

د افغانستان اسلامي امارت د اميرالمومنين ملا هیبت االله اخوند په یوه فرمان کې په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت او ورسره د هر ډول نشه يي توکو تجارت، تولید، صادرات او واردات په کلکه منع اعلان کړل. 

دغه فرمان کې خبرداری ورکړل شوی،چې هر څوک له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي، له قانوني چلن سره به مخ شي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي،چې د دغه فرمان د صدور له نیټې وروسته،په افغانستان کې د کوکنارو کښت په مطلق ډول منع دی. له دې وروسته به هېڅ څوک پر خپل ځمکو کوکنار نه کري. که هرچا کوکنار وکرل،نو کښت به یې له منځه وړل کېږي او خپله به له شرعي چلن سره  مخ کېږي. همدرانګه په ټول هېواد کې د نشه يي توکو ټولو ډولونو لکه، شراب، هیروین، شیشه،تابلیت کا، چرس او د نورو ټولو نه شه کوونکو شیانو استعمال،لېږد، پلور،تجارت، واردات، صادرات او د نشه يي توکو د تولېد کارخونې ممنوع دي. » 

د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالسلام حنفي بيا وايي، هېواد کې د ۳،۵ ميلیونه روږدو لامل د نشه يي توکو زيات تولید دی او اسلامي امارت به په پراخه کچه له نشه یي توکو سره مبارزه وکړي. 

حنفي  زیاتوي:«ا.ا د یوه مسوول دولت په توګه پرېکړه کړې،چې سر له ننه په هېواد کې د هر ډول نشه يي توکو کښت منعه دي. د نشه يي توکو قاچاق، پروسېس او استعمال په کلکه منعه شوي او هر څوک چې په دې تړاو ونیول شي،د شرعي قانون منګولو ته سپارل کېږي.» 

بل لور ته بيا نشه يي توکو سره د مبارزې سلاکار معین ملا عبدالحق همکار وايي، پلان لري،چې کابل کې د روږدو کسانو لپاره ۳۰ زره بستريز روغتون جوړ کړي،چې د هېواد پر کچه په کې د روږدو درملنه وکړي. 

همکار زیاتوي:« همدارنګه موږ اوس  د پل چرخي سیمه کې پر یوه کمپلکس کار شروع کړی دی.  په دې کمپلکس کې به ۳۰ زره روږدي کسان ځای پر ځای کېږي. موږ اوس یوه لویه ستونزه دا لرله،چې ځای مو نه درلود. موږ غوښتل،چې ټول روږدي کسان راټول کړو، خو متاسفانه دومره لوی ځایونه مو نه درلودل. دومره لوی روغتونونه نه ول،چې موږ ټول هلته ځای پر ځای کړو. خو د اوس لپاره کار پیل شوی، انشاء الله په راتلوونکې کې به موږ دغه کمپلکس فعاله کوو.»

په دغه غونډه کې د اسلامي امارت له لوړ پوړومشرانو سربېره د اروپايي ټولنې سرپرست سفیر، د يو شمېر هېوادونو ډيپلوماټانو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

د اسلامي امارت چارواکو له بهرنیو استازو وغوښتل،چې د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist