Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

باجوه: افغانستان کې بشري وضیعت ته نه رسیدنه به د ګډوالۍ ترڅنګ ترهګرۍ هم پیاوړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/04

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امنیت فورم کنفرانس کې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه  د افغانستان اوسني وضیعت په تړاو اندیښنه ښودلې ده.

باجوه وايي،افغانستان ته باید ټولې مرستې پروخت ورسیږي، پرموقع وویشل شي او پرته له دې به د افغانانو وضیعت نور هم خراب شي .

باجوه زیاته کړې،که د افغانستان اوسنی بشري وضیعت له پامه وغورځول شي،نه یوازې دا چې دکډوالۍ کړکیچ به پراخ کړي،بلکې دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل شي.

د باجوه په خبره، که افغانستان له داسې یوه حالت سره مخ شي،نو د داعش ډلې لمن به هم پراخه شي او د سپټمبر یولسمې پر شان د خطرناکو بریدونو ترسره کولو توان به پیدا کړي. 

هغه زیاتوي:« دا زموږ د ټولو دنده ده،چې افغانستان  ته په موقع سره د مرستو د لیږد ډاډ ترلاسه کړو. افغانستان کې بشري وضعیت ته رسیدنه نه کول، یوازې د کډوالۍ د کړکیچ لامل کیږي، بلکې، افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي او دا ځل به داعش ډله وکړای شي،چې د سپټمبر تر ۱۱مې خطرناک بریدونه وکړي.» 

خو د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،پاکستان غواړي،چې په داسې څرګندونو سره د افغانانو ذهنونه مخشوش کړي او خپل اهداف تعقیب کړي.

دوی وايي،که پاکستان رښتیا هم له افغانانو سره خواخوږي لري،نو د افغانستان نوی نظام دې پر رسمیت وپیژني،چې نورو هېوادونو ته هم لاره اواره شي،چې ورسره په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیول شي .

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« دې کې هیڅ شک نه شته دی،چې لوږه،بیکاري او بې روزګاري د تروریزم زیږنده کیدای شي ، که چیرې باجوه او نور پاکستاني  چارواکي د افغانستان په فکر کې وي،نو باید د  افغانستان نوی حکومت یې پر رسمیت پیژندلی وای،چې نورو هېوادونو هم ورته زړه ښه کړی وای، له داسې څرګندونو سره دوی غواړي،چې افغانستان کې د  افغانانو ذهنونه مخشوش کړي او خپلو موخو ته ورسیږي.» 

د اسلام اباد امنیتي فورم ناستې ته د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت پخوانی ځانګړی زلمی خلیل زاد هم ورغلی و او د پاکستان له ټولو ملکي او نظامي چارواکو سره یې جلا جلا لیدنې هم درلودې.

کتوونکي په دې باور دي،چې پاکستان د امریکا متحده ایالتو د استخباراتي پروژو د پلي کولو لپاره په سیمه کې تر ټولو غوره هېواد دی او امریکا هم پرې حساب کړی دی. 

د افغانستان اسلامي‌امارت د جنرال قمرجاوید باجوه د څرګندونو په تړاو تر اوسه پورې  غبرګون نه دی ښودلی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist