د ولسي جرګې غړي وايي، که د ارزګان امنیت ته پام ونهشي سقوط به وکړي.
د ولسي جرګې غړو د ارزګان او سرپل ولایتونو په ناامنیو اندېښنه وښوده.
وکیلان وايي، که د سرپل امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه شي نو لرې نه ده چې د کندز په څیر به د وسله والو له لوري سقوط شي.
وکیلانو ارزګان کې بیا امنیتي وضعیت نور هم د اندېښنې وړ یاد کړ او ویې ویل، هلته یواځې دولتي ودانۍ د حکومت په لاس کې دي پر نورو ټولو سیمو طالبان واکمن دي.
د ولسي جرګې غړو همداراز پر بودیجوي واحدونو غږ وکړ چې پراختیايي پروژې پروخت تطبیق کړي ځکه مالي کال بودیجه په وخت تصویب شوې ده.