Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې د قتل،غلا او نورو جرمونو کچه خورا ټيټه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/03

د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، مرکز ګردیز کې د روږدو کسانو له را ټولیدو سره په  ښار کې د غلا ، قتل او نورو جرمونو کچه خورا ټیټه شوې ده. 

د یاد ولایت امینه قوماندانۍ ویاند عمر بدري وايي:« له کله نه چې موږ د ښار له بېلابېلو سیمو پر نشه یي توکو د روږدو کسانو را ټولول پیل کړي. ښار کې د غلا،قتل او چور چپاول پیښې بیخي صفر شوي دي.» 

پر نشه یي توکو روږدي کسان یوه نیمه میاشت ساتل کیږي او دغه موده کې دیني زده کړې ورکول کیږي او  د روږدو روغتون د ډاکترانو له لوري یې درملنه کیږي .

پکتیا کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون ډاکتر موسی خان نورزي وايي:« د اسلامي امارت بې سرپناه معتادین را ټول کړي دي. دلته مو د درملنې ، ورزش او دیني زده کړو تر لاسه کولو زمینه ورته برابره کړې او دا روږدي کسان د ګردیز ښار او څیرمو ولسوالیو را ټول شوي دي.»

یو شمیر روږدي کسان خوشاله دي ،چې دلته د درملنې په موخه راوړل شوي او وایي، تر دې وروسته به نشه یي توکي نه کاروي. 

پر نشه يي توکو یو تن روږدی وايي:«له تیرو پنځوسو ورځو مې باور وکړئ،که یو دود هم وهلی وي. اوس پوهیږم،چې سم سړی یم. مخکې خو به هر ډول نشه یي توکي په اسانه موندل کېدل.» 

پر نشه يي توکو یو بل روږدی بیا وايي:« طالبان نه ظالمان دي نه بې رحمه دي، ښه خلک دي، د افغان بچیان دي، پر خلکو یې زړه سوزي. له اسلام او قران خبر خلک دي او له دغه بد بوټي مو منع کوي.» 

د پکتیا امنیه قومانداني وایي،مرکز ګردیز او ولسوالیو کې یې د نشه یي توکو ګڼ پلورونکي نیولي او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې د نشه یي توکو د پلور کچه صفر شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist