Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلک په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

خلک په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/05

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي چې د  ایران د جګړې له پیل سره سم، د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.  د دوی په خبره، په بازارونو کې د اوړو، غوړیو او بورې بیې نه یوازې په کابل کې بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم لوړې شوې دي.

دوی دا نیوکه هم کوي چې سوداګر ډېر کله انتظار باسي چې د روژې په مبارکه میاشت کې خپل مالونه په لوړه بیه وپلوري.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالاکبر وايي: « په روژې میاشت کې ګراني ډېره شوې او تجارانو پر عام ولس ظلم پیل کړی. حکومت او ښاروالي باید پوښتنه وکړي چې ولې سوداګر په نورو میاشتو کې مالونه را وړي او په روژه کې یې په لوړه بیه پلوري.»

د کابل اوسېدونکی شېر پاچا وايي: « ګراني وروستي حد ته رسېدلې، په نورو هېوادونو کې چې روژه شي، نرخونه راټيټ شي، خو دلته ورځ تر بلې پورته ځي. زه سوداګرو  ته وایم چې که له بنده نه وېرېږئ، نو له خدای وډار شئ.»

په ورته وخت کې ځینې دوکانداران هم د بیو لوړېدو لاملونو ته اشاره کوي او وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل او په بازار کې د ډالر نه کنټرول هم ډېر کله د خوراکي توکو په بیو کې د زیاتېدو سبب ګرځي.

د کابل ښار یو تن دوکاندار وايي: « د توکو قیمته کېدل دوه علتونه لري. یو دا چې د پاکستان لارې بندې شوې او اوس ایران کې هم جګړه ده، نو پر توکو کرایه لوړه شوې. بل علت د ډالرو لوړ نرخ دی، دا باید کنټرول شي.»

د اقتصادي چارو کتونکي بیا وايي، تر هغو چې افغانستان له نورو هېوادونو څخه په وارداتو متکي وي، په سیمه او ګاونډ کې هره پېښه به د  افغانستان بازارونه اغېزمن کړي.

اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي وايي: « کله چې کورنی تولید لږ وي او بازار پر بهرنیو وارداتو تکیه ولري، په سیمه کې هر ډول کړکېچ پر خوراکي توکو مخامخ منفي اغېز لري. دا چې اوس له پاکستان سره لارې بندې دي او ایران کې هم د جګړې له امله وضعیت ښه نه دی، نو خامخا پر بیو اغېز پرېوځي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت بیا پر بازار د جدي څار ساتلو  خبره کوي او ډاډ ورکوي چې د بیو لوړېدو او د احتکار د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر تر لاس لاندې نیولي.

د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خبیر وايي: « موږ له پلورونکو غواړو چې توکي له ورکړل شوې نرخپاڼې سره سم وپلوري، له احتکار، قیمت لوړونې او هر ډول ظلم څخه په کلکه ډډه وکړي. سرغړونکې هټۍ او مارکېټونه به مهرلاک شي او مسوولین به یې عدلي او قانوني مراجعو ته وسپارل شي.»

کتونکي په دې باور دي چې د هېواد په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره لازمه ده چې له نورو هېوادونو هم  د خوراکي توکي واردات زیات شي او په کور دننه د اړتیا وړ خوراکي توکو تولید ته زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist