Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د نړۍ بشري مرستې اوږدمهال کې د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/03

د ملګروملتونو له لوري افغانستان سره له نړیوالې ټولنې  د پراخو بشري مرستو غوښتنه شوې وه، چې په دې لړ کې د نورو هېوادونو ترڅنګ استرالیا او نوي زیلاند هم په بشري موخه د تازه مرستو اعلان وکړ.

استرالیا له  افغانانو سره د ۴۰ میلیونو او نوي زیلاند د شپږ میلیونو ډالرو مرستې غږ وکړ.

د نوي زیلاند د بهرنیو چارو وزیره ننایا مهوتا وايي:« موږ له نړیوالې ټولنې سره ګډ د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندیښمن یو،په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ته مو ډېره اندیښنه ده. زموږ مرستې به دوه برخې وي،چې نیمايي به یې د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام ته ورکړل شي او نیمایي به یې د خوړو او کرنې سازمان ته وسپارل شي.» 

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د دغو مرستو یوه ستره ستونزه دا ده،چې نه خو په مستقیم ډول افغانانو ته ورکول کیږي او نه هم د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی قادر جیلاني وايي:« دغه مرستې په مستقیم ډول طالبانو ته نه ورکول کیږي، بلکې د غیر دولتي سازمانونو له خوا افغانانو سره مرسته کیږي. تر اوسه پورې طالبان نړۍ ته رسمیت نه لري او ملګروملتونو څو ځلې ویلي، تر هغې چې د دوی شرایط نه وي منل شوي،دغه مرستې نه شي ورکولای او دغه شرایط ځینې اصلاحات دي.» 

یو شمیر نور بیا دغه مرستې په اوږد مهال کې د افغانانو د ژوند ښه والي لپاره هېڅ ګټورې نه بولي  او وايي،د تېر حکومت پرمهال هم میلیاردونه ډالر مرسته وشوه،چې اوس یې پایلې ټولو ته څرګندې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی  نورالله عزیز عزیز وايي:« دا یې حل لار نه ده، په اوږد مهال کې دا مرستې هېڅ ګټه نه شي کولای. په تېرو شلو کلونو کې د ۱۰ کنفرانسونو پر مټ شااوخوا ۹۰ میلیارده ډالره مرسته په مصرف رسیدلې ده،خو پایله یې دا وه،چې کله جمهوریت له منځه ولاړ، نو حالت په چټکۍ سره خراب شول  او اقتصاد خراب شو.» 

ملګروملتونو درې ورځې وړاندې اعلان وکړ،چې د غوښتل شویو پیسو نیمايي برخه چې ۴.۲ میلیارده ډالر دي، له دوی سره افغان وګړو ته د ورکړې په برخه کې ژمنه شوي،خو تر اوسه پورې ملګرو ملتونو ته نه دي ورکړل شوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist