Skip to content
د ملګروملتونو له لوري افغانستان سره له نړیوالې ټولنې د پراخو بشري مرستو غوښتنه شوې وه، چې په دې لړ کې د نورو هېوادونو ترڅنګ استرالیا او نوي زیلاند هم په بشري موخه د تازه مرستو اعلان وکړ.
استرالیا له افغانانو سره د ۴۰ میلیونو او نوي زیلاند د شپږ میلیونو ډالرو مرستې غږ وکړ.
د نوي زیلاند د بهرنیو چارو وزیره ننایا مهوتا وايي:« موږ له نړیوالې ټولنې سره ګډ د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندیښمن یو،په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ته مو ډېره اندیښنه ده. زموږ مرستې به دوه برخې وي،چې نیمايي به یې د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام ته ورکړل شي او نیمایي به یې د خوړو او کرنې سازمان ته وسپارل شي.»
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د دغو مرستو یوه ستره ستونزه دا ده،چې نه خو په مستقیم ډول افغانانو ته ورکول کیږي او نه هم د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل کیږي.
د سیاسي چارو شنونکی قادر جیلاني وايي:« دغه مرستې په مستقیم ډول طالبانو ته نه ورکول کیږي، بلکې د غیر دولتي سازمانونو له خوا افغانانو سره مرسته کیږي. تر اوسه پورې طالبان نړۍ ته رسمیت نه لري او ملګروملتونو څو ځلې ویلي، تر هغې چې د دوی شرایط نه وي منل شوي،دغه مرستې نه شي ورکولای او دغه شرایط ځینې اصلاحات دي.»
یو شمیر نور بیا دغه مرستې په اوږد مهال کې د افغانانو د ژوند ښه والي لپاره هېڅ ګټورې نه بولي او وايي،د تېر حکومت پرمهال هم میلیاردونه ډالر مرسته وشوه،چې اوس یې پایلې ټولو ته څرګندې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز وايي:« دا یې حل لار نه ده، په اوږد مهال کې دا مرستې هېڅ ګټه نه شي کولای. په تېرو شلو کلونو کې د ۱۰ کنفرانسونو پر مټ شااوخوا ۹۰ میلیارده ډالره مرسته په مصرف رسیدلې ده،خو پایله یې دا وه،چې کله جمهوریت له منځه ولاړ، نو حالت په چټکۍ سره خراب شول او اقتصاد خراب شو.»
ملګروملتونو درې ورځې وړاندې اعلان وکړ،چې د غوښتل شویو پیسو نیمايي برخه چې ۴.۲ میلیارده ډالر دي، له دوی سره افغان وګړو ته د ورکړې په برخه کې ژمنه شوي،خو تر اوسه پورې ملګرو ملتونو ته نه دي ورکړل شوي.