Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو عالي کمېشنري: له افغانستان او ایران سربېره، منځني ختیځ کې هم د اړمنو لاسنیوي ته ورځو

د کډوالو عالي کمېشنري: له افغانستان او ایران سربېره، منځني ختیځ کې هم د اړمنو لاسنیوي ته ورځو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/05

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یو‌اېن‌اېچ‌سي‌آر) د اسیا پاسفیک څانګې خبر ورکړی چې ټاکل شوې دا کمېشنري له ایران او افغانستان څخه خپل یو شمېر کارکوونکي لبنان او سوریې ته لېږدوي، ترڅو په دې هېوادونو کې له اړمنوسره مرستې وکړي.

یادې ادارې ویلي، دا پرېکړه یې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې او د بې ځایه شویو لوړو شمېرو ته په کتو کړې.

د دې کمېشنرۍ  له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د اسرایيلو او لبنان حزب الله غورځنګ ترمنځ د جګړې تازه پیل د لبنان پلازمېنه بېروت او یو شمېر نورو سیمو کې زرګونه کورنۍ اړې کړې دي چې نورو سیمو او سوریې ته پناه یوسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي: « د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري(UNHCR) کارکوونکي له ایران او افغانستان څخه لبنان او سوریې ته د هغو خلکو د ملاتړ لپاره ځي چې اړ شوي له خپلو کورونو وتښتي؛ ځکه سیمه ییز کړکېچ ورځ تربلې زیاتوالی مومي.»

د یادې کمېشنرۍ د خبر پر بنسټ، د لبنان په سوېل، بقاع او د بېروت په سوېلي سیموکې د اسراییلو له لوري د ۵۳ کلیو اوسېدونکو ته د تخلیې له خبرداري وروسته، پراخه بې ځایه کېدنه رامنځته شوې.  د دوشنبې تر ورځې پورې شاوخوا ٣٠ زره کسان نورو سیمو ته بې ځایه شوي او زرګونه نور سوریې ته اوښتي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو او له افغان ځواکونو سره  د فرضی کرښې په اوږدو کې د جګړې له امله، افغان کډوالو ته نه یوازې ځاني تلفات اوښتي بلکې زرګونه  کورنۍ په کور دننه بې ځایه کېدو ته اړې شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې اړه ویلي: « دا چې موږ  په افغانستان کې فعال حضور لرو، د کډوالو په برخه کې جدي ستونزې شته دي. د پاکستان هوايي بریدونو له امله د تورخم ټرانزیټي لارې ته څېرمه، عمري پنډغالی او سپین بولدک ته نږدې د تخته ‌پل د هرکلي مرکز زیانمن شوي او په کونړ کې زرګونه کسان نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي. د تورخم لار تړل شوې،خو سپین بولدک لا د راستنېدونکو لپاره خلاصه پاتې ده.»

په ورته مهال، د پاکستان پوځي رژیم له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د سختو ناکامیو له تجربه کولو سره هم مهاله، په دې هېواد او خیبرپښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلن زیات کړی.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، له افغان ځواکونو سره د پاکستاني رژیم د جګړې پر مهال د افغان کډوالو نیونې او شکنجې زیاتې شوې دي.

پاکستان مېشت افغان حاجي نظر وايي: «  په روژې میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې له پيل کېدو سره، د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې افغانان له هر ښار څخه ونیول شي. دوی افغان مهاجرین، له خپلو کورونو، دوکانونو او کار ځایونو څخه وړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې له مخې، یوازې په ٢٠٢٦ زېږدیز کال ۲۳۲ زره ٥٠٠ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زور اخراج شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist