Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار کې ډېری د خښتو بټۍ تړل شوي 

admin by admin
2022/04/02

په ننګرهار ولایت کې د خښتو ۱۱۸  بټیو یوازې شپږ یې لا هم مات ګوډ فعالیتونه کوي،خو په نشت حساب دي او د ګوتو په شمار خلک په کې پر کار بوخت دي.

د بټپو مسوولین وايي، میلیونه افغانۍ یې بندې کړي،خو له تحوال راوروسته یې کارونه پر ټپه ولاړ دي.

د خښتو د بټيو ټولنې  مسوول حاجي سلیم وايي:« په ننګرهار کې ۱۱۸ بټۍ وې. موږ سر وې کړې وه، په دې کې ډېر  له ۳۰ تر ۴۰ رزو کسانو په کې کار کاوه. دا دوه درې کاله کیږي، په دې هېواد کې دا جنګونه  راغلل دا کارونه ورځ تر بلې راسړېږي، خو بیا هم لږلږ کار روان دی، کله چې دا تحولات راغلل،  د زغالو یوټن بیه ۷ زره وه او اوس په یو ټن ذغالو بیه ۱۶  زره ده.» 

سلیم وايي، که څه هم دلته د سون لپاره ذغال شته دی او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کانونه لري،خو په خبره یې تر ډېره پاکستان ته روان دي او په دې بیه چې پاکستاني بټیوال یې اخلي،د دوی پر وس پوره نه دي.

په ورته وخت کې سلیم بیا له حکومته  غواړي،چې د بیا رغونې کارونه پيل کړي،ترڅو د دوی خښتې وپلورل شي او کارونه یې روان  شي. 

سلیم زیاته کړه:« که قرارداتونه هم کوي، له ګاوندي هېوادونو  سره یې کوي. که له نورو سره یې کوي، نو په خپله اندازه په کار وي، لومړی دې د خپل هېواد اړتیا دې پوره کړي، له هغې وروسته دې بیا له نورو سره قرارداد وکړي.»

سلیم وايي، په دغو بټیو کې وړاندې زرګونه کسان پر کار بوخت ول، چې اوس   ټول بیکاره دي.

هغه زیاتوي:« مهمه دا ده، دا  پر پروژو کار پيل شي، ترڅوزمږ کارورنه ورسره روان شي. ذغالو باندې دې هم ډېره هڅ وکړي. پر پروژو باندې دې ډېر کار وکړي، چې په دې هېواد  ته خلک بېرته راشي،خپل هیواد ته دلته مزدوري وکړي، نو دا هېواد به بېرته آباد شي.» 

یو شمېر نور د بټيو خاوندان هم ګیله لري او وایي،پر پاکستان دې زغال بند شي، تر څو دوی یې راونیولی شي او پر کور دننه بې کاره شویو خلکو ته بېرته د کار زمینه برابره شي او د بندو شو بټيو کارونه پیل کړي.

د خښتو یوې بټۍ خاوند حاجي لعل محمد ناصري وايي:« څومره قوله چې په افغانستان کې راوځي،موږ یې ۱۰ سلنه نه شو سوځولی، هغه ۱۰ سلنه هم موږ ته نه پاتې کیږي، دا ۹۰ سلنه  هم ورکه شي او دا ۱۰ سلنه هم ورکه شي. موږ د قولي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه زموږ روزګارونه چې دي ټول له سقوط سره مخ دي. مخکې زموږ رئیس هم دې ته اشاره وکړه،چې له ۱۱۸ تر ۱۲۰ بټۍ وې، خو اوس یوازې ۶ بټۍ فعاله دي.»

کابل او ننګرهار کې سلګونه د خښتو بټۍ شته دي،چې وړاندې  د اوړي او ژمي په موسمونو کې سلګونه زرو خلکو کار کاوه،خو اوس چې د سون توکي نه شته  دی او د بیا رغونې کارونه نه ترسره کېږي کارونه یې ولاړ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist