Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوځي رژیم بریدونو کې پر ملکي مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

د پوځي رژیم بریدونو کې پر ملکي مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/05

د روان زېږدیز کال د فبروري په ۲۱مه نېټه د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا په اورګون او برمل او د ننګرهار په خوږیاڼو او بهسودو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه وشول او یوازې د یوې کورنۍ ۲۲ غړي په کې شهیدان شول.

 د پاکستان پوځي رژیم ادعا وکړه چې په دې هوايي بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) پټنځایونه په نښه کړي، خو واقیعت دا دی چې د بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي وو.

د فبرورۍ په ۲۶مه د اسلامي امارت ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پراخ انتقامي عملیات پیل کړل. پاکستاني پوځي رژیم د دغو بریدونو په بدل کې یو ځل بیا د هېواد په څو ولایتونو کې عامه تاسیسات او ملکي وګړي په نښه کړل.

د پاکستان د پوځي رژیم دغو بریدونو اسلامي امارت مجبور کړ چې په اسلام اباد کې پوځي مرکزونه په نښه کړي او پراخ مالي او ځاني زیانونه ور ورسوي.  

اسلامي امارت د پاکستان پوځي رژیم د دغو بریدونو کې ملکي وګړو  ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې خپرې کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د پوځي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې شاوخوا ۲۵۰ تنه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په شهیدانو کې ۶۵ تنه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم ور اوښتي. تر اوسه پورې ۳۷ بابه کورونه بشپړ او ۳۱۶ کورونه نیمه ویجاړ شوي دي. همدارنګه ۱۹ بابه جوماتونه هم شهیدان او نیمه ویجاړ شوي دي. د دې ترڅنګ، ۱۲ دوکانونه، یو باب روغتیايي مرکز او یوه دیني مدرسه هم ویجاړ شوي. د پاکستان د وحشیانه هاوانونو او بمباریو له امله تر ۸۴۰۰ پورې کورنۍ له خپلو مېنو هم بېځایه شوې دي.»

حمدالله فطرت د بشري حقونو له نړیوالې ادارې، د ملګرو ملتونو سازمان او نورو اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکي تلفاتو پوښتنه او مخنیوی وکړي.

حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « اسلامي امارت دغه تجاوز او ورسره ملکي وګړي هدف ګرځول په کلکو ټکو غندي، جنایت یې بولي او په دې اړه د نړیوالو بشري حقونو اړوند ادارې، د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مربوطه ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د یادو بریدونو او ملکي تلفاتو غندنه وکړي، په مخنیوي کې یې له افغان ولس سره ودرېږي او د پاکستاني نظامیانو دغه بې باکانه او متجاوزانه عمل ودروي.»

د چارو یوشمېر شنونکي بیا د ۲۱مې پېړۍ سیاست جنایتکارانه بولي او وایي، د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ یوهېواد په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی په خبره، ترڅو چې نړیوال پر پاکستان فشار را نه وړي، د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره به عام افغانان په نښه کوي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د نړۍ هېوادونه ولې د پاکستان د دې جنایتونو پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه ښيي؟ سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړل او حتا د یوې کورنۍ ۱۷ غړي یې په یوه ځای شهیدان کړل، د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ هېواد او ادارې غبرګون ونه ښود.»

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د پاکستاني رژیم بریدونو ته د غچ اخستنې کلک خبرداری ورکړی و، د بریدونو له پیل بیا تر دې مهاله هېڅ ملکي ځای نه دي په نښه کړی او تر دې دمه یې د پاکستان پوځي رژیم ۴۰ پوستې او ۴ لویې پوځي قرارګاوې د فرضي کرښې په اوږدو کې له منځه وړې دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې یې د پاکستاني پوځ تر۱۵۰ زیات کسان وژلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist