Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت: روان کال د ټول هېواد په کچه ۱۹ میلیونه نیالګي کېنول کېږي

کرنې وزارت: روان کال د ټول هېواد په کچه ۱۹ میلیونه نیالګي کېنول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/04

«صدقه جاریه» د نیالګیو کېنولو  د هغه کمپاین نوم دی چې د روان کال لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په ټول هېواد کې پیل شو.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي، که څه هم افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید کې د پام وړ ونډه نه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلون له کبله خورا ډېرو زیانمن شويو هېوادونو په لېست کې ځای لري. 

عطاالله عمری وايي، د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار د نیالګیو  کېنول او د زرغونو سیمو پراخول دي.

عمري په یوه کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې د کېنول شویو نیالګیو په پالنه او ساتنه کې همکاري وکړي.

عطاالله عمری د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي: « دا چې په دې وروستیو کالو کې وچکالي ده او د اقلیم ناوړه اغېزې رامنځته شوې دي، په داسې حالت کې هغه یوازینی څه چې د ورښتونو زیاتېدو او هوا پاکېدو لامل کېږي، ونې او نیالګي دي. د خپلې سیمې په شنه کولو او د نیالګیو په کېنولو سره کولی شي خپله هوا او اوبه پاک کړو.»

بله خوا، د اقتصاد وزارت نړۍ ته د افغان کرنیزو توکو د صادرولو وړتیا په اړه خبره کوي او وايي، د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په مستیقم او غیر مستقیم ډول له کرنې سره تړاو لري.

د دې وزارت چارواکي زیاتوي، افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادرولو وړتیا لري.

د اقتصاد وزیر چې د نیالګیو کېنولو په دې کمپاین کې یې برخه اخستې وه وايي، د یوه هېواد اقتصادي وده له کرنې او سالم چاپېریال پرته امکان نه لري.

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وايي: « د مېوه لرونکو نیالګیو پر کېنولو اغېزناکه پانګونه او  دغه راز د تجارتي بڼوالۍ پراختیا کولی شي د تازه مېوې او سبزیجاتو واردات کم کړي او د هېواد اوسني اقلیم ته په کتو، کولی شي د مېوې او سبزیجاتو صادرات تقویه کړي. دا پروسه به په پای کې د اقتصادي ثبات او ملي کرنسۍ له ثبات سره مرسته وکړي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي بیا وايي، په پام کې ده چې را روان ۱۴۰۵ لمریز کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۹ میلیونه نیالګي کېنول شي.

دوی دا هم وايي چې د طبیعي ځنګلونو ساتنې اړوند شنې قطعې لپاره د ۱۰۰۰ تنو  نویو کسانو د استخدام وړاندیز منظور شوی او راتلونکی کال به ورته نوي کسان جذب شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو لوی رییس عبدالاحد وايي: « روان کال به ۱۸.۹ میلیونه نیالګي د ټول هېواد په کچه کېنول شي. دغه کار د کرنې وزارت له خوا د موسسو، قوریه لرونکو اتحادیې او انفرادي اشخاصو په ملتیا ترسره کېږي. همدارنګه د راتلونکي کال لپاره د ۱۰۰۰ تنو ځنګل ساتونکو د ګومارنې منظوري هم راغلې او په ټول هېواد کې به په خدمت وګومارل شي.»

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په ټول هېواد کې د بېلابېلو ادارو په همکارۍ شاوخوا ۱۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شوي دي.

خو شنونکي بیا وايي، لومړی باید د نیالګیو د خوندیتوب لپاره اقدام وشي؛ ځکه د دوی په وینا، هر کال سلګونه زره نیالګي کېنول کېږي، خو دا نیالګي بیا د کال په اوږدو کې یا د اوبو نه شتوالي له کبله له منځه ولاړ شي او یا هم د څارویو خوراک شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist