Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې له ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/30

په کابل کې د  کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د  افغان ماشومانو لپاره د المان موسسې پر مالي ملاتړ  د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۹مه» له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. 

د یادې موسسې مشر محمد عالم شهاب وايي،په دغو مرستو کې ۲۵کيلو اوړه، غوړي، وريجې، بوره او يو شمېر نور خوراکي توکي شامل دي. 

شهاب وايي، مرستو ته به دوام ورکړي او هغو کورنیو ته به لومړیتوب ورکړي،چې سرپرست نه لري. 

شهاب زیاتوي:«  کابل کې له د ۶۰۰ کورنیو لپاره مرستې لرو،چې په دې مرسته کې شپږ قلمه مواد اوړه،غوړي،وریجې، چای،بوره او لوبیا شامل دي. کله چې پر افغانستان کې اسلامي امارت واک ته ورسېد، له هغې ورځې راپدېخوا، موږ هره اوونۍ له ۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کورنیو پورې مواد  ورکوو.» 

مرسته اخیستونکي چې ډېری  يې بې سرپرسته کورنۍ دي، له مرستو یې خوښي وښوده او د نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.

یو مرسته اخیستونکې وايي: « زه  اوه میاشتې کېږي،چې  له پنجشیر ولایته دلته را بې ځایه شوې یم. تاسو خپله ښه پوهیږئ،کله چې یو څوک له خپلې سیمې بې ځایه کېږي،څومره ستونزې لري. د کور کرایه، واړه ماشومان. په تېرو اوو میاشتو کې له عالم شهاب پرته چې کله کله زنګ وهي او مرسته راسره کوي، نور هېچا راسره مرسته نه ده کړې. » 

د مرستو اخیستو لپاره دا معلول کس له کاپیسا ولایت راغلی، وايي، تېرې شپږ مياشتې يې د مختلفو ادارو دروازې وټکولې،خو هیچا يې غږ وا نه وریده. 

هغه وايي:« دا شپږمه میاشت ده،چې زه مڼدې ترلې کوم. د کډوالو چارو په ریاست کې مې عریضه وکړه، وروسته یې زه د مهاجرینو ریاست ته معرفي کړم. د مهاجرینو ریاست مشر ته یې اجازه  نه راکوله. هره اوونۍ به  یو یا دوه ځله ورتلم، خو اجازه به یې نه راکوله.بیرون به ورته په تمه وم. د مهاجرینو ریاست له مشر سره درې ځله زه خپله ورسره غږېدلی یم، زما حالت یې

لېدلي، په وارو کې واړه ماشومان راسره ول. له ما سره به یې ژمنه کوله،چې زنګ درته وهو، خو په همدې کې پنځه میاشتې تېرې شوې. وروسته له پنځه میاشتو یې دغه پایله ده،چې له دې ما ډېره کرایه پرې مصرف کړې.»

د هغه پر خبره،تېر نظام کې يې د معولیت په پيسو ګوزاره روانه وه،خو تر سیاسي تحول وروسته یې د معلولیت تنخواه او امتیازات بند شوي او له سختو ستونزو سره مخ دی. 

غوښتنه داده،که اسلامي امارت پر پراختیايي پروژو کار پيل او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د ډېرو بې سرپرسته کورنیو ستونزې به حل شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist