د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان کې پولیسو سلګونه افغانان د ناقانونه استوګنې په تور نیولي او ځورولي دي.
تازه خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکي غږیز کلېپ کې د پاکستان امنیتي ادارو ته امر شوی چې افغان کډوال ونیسي او زندانونو ته یې ولېږدوي.
په دې غږیز کلېپ کې د پاکستاني چوڼیو(تاڼو) مسوولینو ته امر شوی چې هره چوڼۍ لږ تر لږه لس افغان کډوال له کورونو، هټيو او ښارونو څخه ونیسي.
په دې غږیز کلېپ کې زیاته شوې: « د ټولو تاڼو مسوولین دې نن ووځي ښار ته؛ څو څو تنه افغانان ونیسئ او تاڼو ته یې راولئ، انځورونه یې واخلئ او بیا یې په سوشل میډیا خپاره کړئ. هر یو کس باید ۱۰ تنه افغانان ونیسئ، ځکه له موږ یې ۱۰۰ تنه غوښتي باید پوره یې کړو. هغه افغانان چې دوکانونه لري، له دوکانونو یې راکوز کړئ او دوکانونه یې وتړئ او دوی راولئ.»
د افغان کډوالو نیول اوس د پاکستان امنیتي ادارو ته یو رسمي ماموریت ګرځېدلی او د هرې چوڼۍ اړوند پوليس په دې مکلف دي چې په ورځنۍ توګه تر لسو افغان کډوال ونیسي.
باور دا دی چې پاکستاني لوری غواړي په راتلونکې کې د خپلو نیول شویو او تسلیم شویو جنګي اسیرانو د تبادلې لپاره له دغو افغان کډوالو کار واخلي.
د پاکستان پوځي رژیم خپلو پوځیانو ته امر کړی چې هلته افغان کډوال ونیسي، ترڅو هغوی رسنیو ته د جنګي اسیرانو په توګه وښیي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستاني چارواکي او په ځانګړې توګه پوځیان تل له بې شرمانه لارو کار اخلي. د کډوالو نیول او بې ځایه بندي کولو له لارې غواړي فشار وارد کړي، ترڅو د افغانانو له بریدونو مخه ونیسي. همدارنګه دوی غواړي دغه کډوال له پاکستاني پوځیانو سره تبادله کړي چې په جګړه کې نیول شوي. دوی تل د غربي پروژو پلي کولو لپاره ملکي وګړي وژلي او قرباني کړي دي.»
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په تېرو ۲ ورځو کې په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی او لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې جګړې په لړ کې په اسلاماباد، پېښور او هغو سیمو کې چې افغان کډوال په کې مېشت دي، د دوی نيولو پراخ عملیات پیل شوي دي.
پاکستاني پولیسو ګڼ شمېر افغانان نیولي، یو شمېر یې په زندانونو کې ساتلی او ځینې یې د اخراج په حال کې دي.
د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دا چې پاکستان یوځل بیا پر افغان مهاجرینو جبر او ظلم پيل کړی، دا یو ظالمانه حرکت دی او له هېڅ ډول اصولو سره سمون نه لري.»
له دې وړاندې د کډوالو ملاتړو نړیوالو بنسټونو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن او زور زیاتی د کډوالۍ نړیوالو اصولو خلاف کړنه بللې وه.