Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پاکستان پر افغان خاوره د یرغل له امله مجرم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/03

د پاکستان پوځ پر وړاندې د افغان ځواکونو د جګړې په څلورمه ورځ، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم بریدونه او یرغل غندلي.

دا چې پاکستان د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف پر افغانستان تېری کړی او د ملکي وګړو په نښه کولو سره یې جنګي جنایتونه ترسره کړي، خلیلزاد له همدې امله پاکستان مجرم بللی.

نوموړي د ستونزې حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو اترو ټینګار کړی او وايي، په خبره یې د حل یوازینۍ لار يې ډېپلوماسي ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « زه د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه غندم او په دې برخه کې پاکستان مجرم ګڼم. زه پر دې باور یم چې طالبان چمتو دي چې له پاکستان سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې د یو بل پر وړاندې د دواړو هېوادونو خاوره استعمال نه شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د حل یوازینۍ لاره مذاکرات او ډېپلوماسي ده.»

کارپوهان بیا وايي، په غندلو ستونزه نه حل کېږي؛ ځکه دا جګړه د ځواکمنو هېوادونو په خوله پیل شوې او د مخنیوي لار یې هم همدغه هېوادونه دي، ترڅو جګړه ودروي.

دوی زياتوي، په نړۍ او په ځانګړې توګه په سیمه او افغانستان کې روانه جګړه د قدرتونو د استخباراتي او سیاسي موخو تحقق لپاره پيل شوې او اصلي هدف یې هم د ځينو هېوادونو کمزوري کول دي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ترڅو چې همدا زبرځواک هېوادونه  د دې جګړې مخه ونه نیسي، موږ یې نه شو درولی. دا ټولې جګړې د نړیوالو استخباراتو دي او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې پرمخ وړي. دا جګړې د اسلامي هېوادونو کمزوري کولو او افغانستان کې بیا د پښتون ولس له منځه وړلو لپاره پيل شوې دي.»

د چارو ځينې نور شنونکي بیا وايي، نه یوازې دا چې پاکستان د افغانستان حریم نقض کړی او د نړیوالو اصولو خلاف یې یرغل کړی بلکې د عامو خلکو په نښه کولو سره یې جنګي جنایت هم کړی اوس د ستونزې حل لپاره مهمه ده چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله سټراټیژي بدله کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « پاکستان له ټولو نړیوالو اصولو، قوانینو او دغه راز د اسلامي او ګاونډیتوب اصولو خلاف، څو ځلې پر افغان خاوره تېری وکړ او ترڅنګ یې زموږ بېوزله وګړي په شهادت ورسول او دا یو لوی جنایت دی. زموږ د ډېپلوماسۍ دروازې خلاصې دي، موږ کله هم د جګړې پلوي نه ده کړې بلکې جګړې پرموږ تپل شوې دي. ښه به دا وي چې پاکستان خپله پالیسي بدله او یوه متمدنه لار خپله کړي.»

له تېرو څلورو ورځو راهیسې د پاکستان پوځي رژيم پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړي چې عام افغانان او تازه راستانه شوي افغانان یې په کې په نښه کړي.

په دې بريدونو کې لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو افغان ځواکونو بیا د ياد پوځي رژیم د دغو بریدونو په غبرګون کې د رد الظلم په نوم انتقامي عملیات اعلان کړي چې په ترڅ کې یې هوايي ځواکونو په خيبرپښتونخوا او په خپله پاکستان کې د دې هېواد پوځي اهداف په نښه شوي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist