Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د متقي او عراقچي خبرو کې پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه غندل شوي

د متقي او عراقچي خبرو کې پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه غندل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/03

په داسې حال کې چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د روانې جګړې پراخېدو په اړه وېره په زیاتېدو ده، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د سملاسي بندولو او د شته ستونزو هوارولو لپاره ډيپلوماټیکو چینلونو ته د ورګرځېدو غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې پر حالاتو ژوره اندېښنه څرګنده او پر ایران یې د امریکا او اسراییلو تیری غندلی.

ضیا احمد تکل زیاته کړې، مولوي امیرخان متقي د ایران د مذهبي مشر د ژوند بایللو او د روانې جګړې د نورو قربانیانو په اړه خواخوږي او تسلیت هم وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو  وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په دې مکالمه کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي ترمنځ وشوه، د سیمې د وروستیو حالاتو او اوسني وضعیت په اړه خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې، د ایران بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان د دریځ د ستایلو ترڅنګ، د منځني ختیځ د حالاتو، د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د یرغل او د ایران د ځوابي اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي.

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو دا خبرې داسې مهال کړې چې د ایران، امریکا او اسراییلو روانې جګړې په درېیمه ورځ هم امریکا او اسراییلو پر ایران او په سیمه کې د هغه پر متحدینو بریدونو ته دوام ورکړی.

په داسې حال کې چې اسراییلي جېټ الوتکې د ایران د پلازمینې تهران په فضا کې ګرځېدلې، ایران بیا په  فارس خلیج کې د امریکا پوځي اډې او اسراییلو باندې د ډرون او میزاییلو بریدونو ته دوام ورکړ.

له بلې خوا،  په لبنان کې د حزب الله له خوا هم پر اسراییلو د توغندیو بریدونه شوي چې په ځواب کې یې اسراییلو د بیروت پر شاوخوا سیمو کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړل.

په روانه جګړه کې د نورو اړخونو ښکیلتیا ته په اشارې دا وېره څرګندیږي چې ممکن روانه جګړه په بشپړ ډول په یوه سیمه ییزه جګړه بدله شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د راپور په خپرولو سره لیکلي: « په داسې حال کې چې ایران په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د ډرون او میزایلو بریدونه کول، په کویت، قطر او متحده عربي امارتو کې د سترو چاودنو غږونه واورېدل شول. ایراني مشرانو وویل چې دوی په سیمه کې د امریکا تاسیسات په نښه کوي، خو دوی په ورته وخت کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر، هوټلونه او نور ملکي تاسیسات هم په نښه کړل. د چارواکو په وینا، د شنبې ورځې راهیسې په خلیجي هېوادونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.»

همدارنګه د دوشنبې په ورځ د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ بریدونو په دوام، د کویت دفاع وزارت وویل چې په خاوره کې یې څو امریکايي جټ الوتکې غورځېدلې دي. 

د کویت دفاع وزارت که څه هم د غورځېدلو جېټ الوتکو شمېر ونښود، خو ویې ویل چې د غورځېدلو الوتکو پیلوټان ژوندي دي.

په روانه جګړه کې چې د شنبې په ورځ پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو هوايي بریدونو سره یو ځای پیل شوه، تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ ایرانیانو ژوند بایللی او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

په ورته مهال، امریکايي ځواکونو هم ویلي چې تر دې دمه څلور پوځیان وژل شوي دي.

ټرامپ خبرداری ورکړی چې په ایران د ټاکل شویو اهدافو ترلاسه کولو پورې به دا بریدونه دوام وکړي.

د ټرامپ دې خبرداري ته په اشارې، سیمه ییز شنونکي وېره لري چې ممکن په روانه جګړه کې د نورو اړخونو د شاملېدو زمینه هم برابره او درېیمه نړیواله جګړه پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist