Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په چین  کې روانه اوونۍ د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/29

د چین پلازمینه بېجینګ د روانې اوونۍ په وروستیو کې د ګاوندیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربتوب کوي.

 د چین په کوربتوب دا ناسته په افغانستان کې د روان وضیعت او سیمې په تړاو رابلل شوې،چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وربل شوی دی.

د بېجینګ او کابل ترمنځ اړیکې د پام وړ ښې شوي او چین په نړیوال سټېج په یو ډول د اسلامي امارت ننګه کړې او په تېرو څو ناستو کې یې پرامریکا غږ کړی دی،چې د افغانستان کنګل کړې پانګه دې ازاده کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، له دې دول ناستو زیاتې ګتې بهرنیان ترلاسه کوي،خو که اسلامي امارت ښه اجنډا او تګلاره ولري،افغانستان به یې هم له‌ګټو برخمن شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:«دا هېوادونه خپلې ګټې خامخا لري. دوی خپلو موخو ته ځانونه رسوي. افغانستان باید د دوی ګټې په پام کې ولري. بل خوا افغانستان تر هغې چې  یو حقوقي نظام جوړ نه کړي، له لنډمهاله ادارې تېر نه شي  او پر ځای یې سمه اداره رامنځته نه شي، همداشان د نړیوالو شرایطو ته غاړه کېنږدي، ناستې که وروسته جوړېږي یا اوس په چین کې جوړېږي، فکر نه کوم، کومه خاصه پایله د افغانستان لپاره ولري.»

چین افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله ده او د افغانستان په اړه یې بهرنۍ تګلاره اقتصاد محوره ده.  

له دې سره سره چې چین له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري،خو تراوسه پورې یې حکومت پر رسمیت نه دی منلی.

د چین غوښتنې له خپلو سیالو هېوادونو سره ډېر توپير نه کوي، افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه لري او هم له اسلامي امارته تمه لري،چې نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:«  د چین له ناستې د طالبانو هېله دا ده،چې دوی (اسلامي امارت) پر رسمیت وپېژندل شي. خو دوی وروستیو پرېکړو ښايي دغه فاصله اوږده کړي وي. ښايي دې ناسته کې دا مسله حل نه شي، خو  د بشري مرستو مسله، د افغانستان جغرافیايي موقعیت او ارزښت مسله او ترڅنګ یې د  اقتصادي پرمختګونو مسله ښايي په دې ناسته کې پرې بحث وشي. چین د دغه شان ناسو په جوړولو سره غواړي،چې د افغانستان له قضیې یو طرف ته پاتې نه شي او خپل ارزښت په دغه شان ناستو سره وښيي. »

کابل چې تېره اوونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوربه و، د امنیت له پلوه یې ډاډ ورکړی او دغه هېواد یې افغانستان کې پانګونې ته هڅولی دی.

چین ته په مخکې لوی کار د میس عینک کان دی،چې کارونه یې ځنډېدلي دي او په قرارداد کې یې ستونزې نه دي حل شوي.

اسلامي امارت تر ډېره هڅه کوي،چې په دا ډول ناستو کې نړیوال مشروعیت ته لابي وکړي او هېوادونه دې ته وهڅوي،چې له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې ولري.

خو پخوانۍ سفیر شکریه بارکزۍ بیا وايي،که اسلامي امارت د نړیوالو له غوښتنو او شرایطو سره ځانونه برابر نه کړي،یوې داسې پایلې ته رسېدل به ستونزمن وي.

بارکزۍ زیاته کړه:« زه فکر کو، په اصل کې طالبان له چین او روسیې سره   ډېر نږدې شول او دا طبیعي خبره ده، چې امریکا طالبان افغانستان ته راوستل او قدرت ته یې ورسول. نو امریکا نه غواړي،چې طالبان له چین او روسیې سره دومره تعامل ولري او هغه هم په داسې وخت کې چې د دوی ترمنځ شخړه روانه ده. » 

د چین ناستې ته د پاکستان،ایران افغانستان،تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران وربلل شوي،خو د هند بهرنیو چارو وزارت ته تراوسه پورې بلنه نه ده ورکړل شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist