Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم ننګرهار او کندهار کې د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي په نښه کړي

د پاکستان پوځي رژیم ننګرهار او کندهار کې د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي په نښه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

د جګړې د اصولو ماتولو په دوام، د پاکستان پوځي رژیم یکشنبه یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر سیمو بریدونه او د بریدونو هڅه کړې.

د پاکستان پوځي رژیم الوتکو د ننګرهار په غني‌خېلو او د پکتیا په ډنډ‌پټان ولسوالیو کې د عامو خلکو پر کورونو او د ډرون او هاوان مرمیو بریدونه کړي.

په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې لسو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او څلور کورونه ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د پاکستان وحشي پوځي رژیم د جنایتونو په دوام، د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ ۲۹ویاله کې تېره شپه ۱۱بجې د عامو ولسي خلکو پر کورونو ډرون بریدونه کړي چې څلور کورونه په کې ویجاړ شوي، دوه کسه د یوې ښځې په شمول شهیدان او دوه کسه نور ټپیان شوي دي.»

په ورته مهال، د کډوالو وزارت او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستاني جېټ الوتکو په ننګرهار کې د راستنېدونکو پر عمري او کندهار کې پر انځرګي پنډغالو هوايي برید کړي او یو شمېر عامو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې. یاد وزارت دا بریدونه بشري جنایت او د نړیوالو اصولو او قوانینو پر وړاندې ترسره شوی اقدام بولي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «د بې ګناه ملکي وګړو په ضد د جنایتونو پر دوام، د پاکستان پوځي رژیم په مسلسل ډول په تورخم کې د راستنېدونکو مهاجرینو په عمري کمپ او په سپین بولدک کې پر انځرګي کمپ بریدونه کړي. د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر بې ګناه راستانه شوي مهاجرین، ښځې او ماشومان شهیدان او زخمیان شوي دي.»     

له دې سره سم دفاع وزارت وايي، پاکستاني جېټ الوتکو شنبه د شپې پر بګرام هوايي اډې د برید هڅه کړې، خو افغان ځواکونو يې مخه نيولې او د پروان مسوولینو په وینا، یادې اډې ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

بل پلو د اسلامي امارت ویاند پر خپله اېکس پاڼه د پاکستاني الوتکو پر وړاندې د دافع هوا د فعالیت او د یادو جېټ الوتکو په نښه کولو له امله کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی.

دفاع وزارت پر ملکي او استوګنیزو سیمو د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو دوام په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د هغوی د پاتې راتلو په مانا بولي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت وايي: « بل پلو، پاکستاني پوځي رژیم چې تر ډېره یې به مخامخ جګړه کې توان له لاسه ورکړی، په ځینو سیمو کې یې زموږ یو شمېر ملکي وګړي په ړندو بمباریو او د هاوانونو په ویشتلو سره شهیدان او ژوبل کړي دي.»  

له دې سره د افغانستان ځواکونو تېره شپه د پکتیا په ډنډ پټان او ځاځي اریوب او د خوست په ځاځي میدان او یو شمېر نورو برخو غچ اخستونکي عملیات کړي او پر درنې مرګ ژوبلې سربېره یې د مقابل لوري پوستې او ګڼ شمېر پوځي مهمات نیولي.

د دې ترڅنګ، افغان ځواکونو کوېټه کې د پاکستان پر قول اردو هوايي بریدونه کړي. سرچینه وايي دغه بریدونه یې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې د ړندو بمباریو په غبرګون کې ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist