Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

د هرات اور وژنې یا اطفایې مدیریت مسوولین وایي، د روان کال په جریان کې یې ۴۱۶ بېلابېلو پېښو ته رسېدنه کړې.
د دوی په خبره، یادو پېښو کې ۴۰۹ د اورلګېدنې، ۵ پېښې څاه‌ ته د لوېدلو او یوه پېښه هم د کور چت پرېوتلو وه چې پر وخت رسېدنه ورته شوې او د ډېرو زیانونو اوښتو مخنیوی شوی.

د هرات اطفایې مدیریت مطبوعاتي مسوول بشیر احمد واحدیار وايي: « د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې موږ وکولی شول چې ۴۱۶ پېښې چې له ډلې یې ۴۰۹ پېښې د اورلګېدنې، پنځه پېښې څاه ته د لوېدلو او یوه پېښه هم د کور نړېدلو وه چې ټولټال ۴۱۶ پېښې کېږي، مهار کړو او د اور له خپرېدو او زیاتو زیانونو اوښتو مخنیوی وکړو.»

مسوولین دغه راز زیاتوي، تېرو دوو میاشتو کې  د اور وژنې شپږ عرادې وسایط او یو شمېر نور اړین وسایل هم ترمیم شوي او ورسره د اور وژنې ټیم ظرفیت نور هم لوړ شي.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله حسین وايي: « دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې زموږ د اطفایې مدیریت په تېرو دوو میاشتو کې له تېر نظام څخه راپاتي خراب وسایط ترمیم او ګټه اخستنې ته سپارلي. د دې ترڅنګ، د اوکسیجن ماشینونه او ځینې نور اړین ماشین آلات هم ترمیم او ګټه اخستنې ته چمتو شوي.»

که څه هم د اطفايې مدیریت د وسایطو له ترمیم سره ډاډ ورکوي چې پېښو ته به يې رسېدنه ډېره او د زیانونو مخنیوی به کم شي، خولا هم پر سړکونو له ګڼه ګوڼې شکایت لري او له ښاریانو همکارۍ غوښتنه کوي.
د هرات اطفایې مدیر عبدالله صدام وايي: « کله چې په کومه ساحه کې اور لګېدنه رامنځته کېږي، که له موږ سره د مخابرې له لارې اړیکه وشي یا په ښار کې زموږ د نوکریوالۍ په ټیلفوني شمېره اړیکه ونیول شي، موږ به ځان ورسوو. موږ له ښاریانو غوښتنه کوو چې د اور وژنې او اطفایې موټر ته لاره ورکړي، ترڅو په وخت ځان ورسوي او له مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.»

د هرات اطفایې کارکوونکی امید مرادي وايي: « خلک له موږ سره د بندو سړکونو په خلاصولو کې همکاري نه کوي. موږ له خلکو او موټر چلوونکو هیله لرو چې د اطفایې موټر په لیدلو سره لارې  خلاص کړې. اطفاییه د خلکو ژغورنې لپاره ځي او باید په ډېره چټکۍ ځان ورسوي. نو خلک باید ورسره همکاري وکړي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې یادو پېښو ته د رسېدنې پرمهال د ۱۶ کسانو ژوند ژغورل شوی او د یو میلیارد افغانیو سوځېدو مخه هم نیول شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist